1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لندن کې د ترمپ ضد مظاهرې شوي

۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د سه شنبې په ورځ د جون ۴مه د لندن ښار په مرکز کې په زرونو کسانو د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ پر ضد مظاهرې وکړي. ترمپ تر دې مخکې ويلي وو چې دلته ډيری خلک امريکايان خوښوي او د مظاهرو کوم څرک نه لګيږي.

https://p.dw.com/p/3JpP0
Proteste gegen Donald Trump in London
انځور: Getty Images/AFP/T. Akmen

په زرونو اعتراض کونکو د سه شنبې په ورځ (د جون ۴مه) بريتانيا ته د دونالد ترمپ د سفر پر دوهمه ورځ، د لندن ښار په مرکز کې د نوموړي پر ضد مظاهرې وکړي. مظاهره کونکي په داسې حال کې په ترافلاګر چوک کې سره راټول شوي وو او د ډولونه په وهلو سره يې چغې وهلې چې په عين وخت کې ترمپ له صدراعظمې تریزا مې سره په داونينګ واټ کې پر خبرو بوخت وو.

د مظاهره کونکو له ډلې څخه ۲۳ کلنې انا فينتون وويل: «ترمپ یو ناپوه سړی دی.»

 فينتون زياته کړه هغه د دې له پاره اعتراض ته راوتلې چې د هغو ښځو، نرښځيو، همجنسبازانو او ترانس جندر افرادو سره کوم چې «د ترمپ له ژبې او سياست څخه زوريدلي دي» خپل پيوستون ښکاره کړي.

مظاهره کونکو کې يو شمیر ښځو او نارينه وو د مختلفو مشهورو کريکټرونو په طرز ځانګړې جامې هم پر تن کړې وې.

د بيلګې په توګه يو شمير نارينه وو چې د مظاهره چيانو په منځ کې ګرځيدل سرې خوليانې په سر کړې وې چې ورباندې ليکل شوي وو «بيا ستره امريکا جوړه کړه.»

London Trump und May begutachten United States Declaration of Independence
ترمپ د هغه ميرمن ميلاني ترمپ او ترزا مې د امریکا د ازادۍ د يوه سند د کاپي د ارزونې پر مهالانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

د سه شنبې ورځ له سهاره داسې انګيرل کیده چې د لندن په ګډون د انګلستان څو ښارونه به بريتانيا نه ته د ترمپ د سفر پر ضد د سترو مظاهرو شاهدان وي. د دغو مظاهرو چمتوکونکي د ترمپ سياستونه توکم پرستانه او جنسيتي بللي دي.

تمه کیده چې په دغو مظاهرو کې د بريتانيا د کارګر ګوند مشر جرمي کوربين هم وينا وکړي. په دغې مظاهره کې د ګډونوالو شمير، بريتانيا ته د ۲۰۱۸م کال په جولای کې د دونالد ترمپ د لومړني سفر پر مهال مظاهرو په پرتله لږ وو.

وړاندوينه شوې وه چې يوازې د لندن په مظاهرو کې به ۲۵۰ زره مظاهره کونکي ګډون وکړي.

د ايران له اتومي توافق څخه د امريکا متحده ايالاتو وتل، د بريتانيا په داخلي چارو کې مداخله له هغې جملې څخه د لندن پر ښاروال صادق خان باندې د ترمپ سختې نيوکې او د چاپيريال ساتنې په څېر مسايل، هم له هغو موارد څخه دي چې خلک يې په انګلستان کې د ترمپ ضد اعتراضونو ترسره کولو ته تحريک کړي دي.

په لندن کې د ترمپ پر ضد سترو مظاهرو ته په داسې حال کې تياری نيول کيږي چې ترمپ مخکې په خپل يوه تويتري پیغام کې ويلي وو چې په انګلستان کې ډيری خلک د امريکايان خوښوي. هغه داسې ليکلي وو: «ما تر اوسه د اعتراضونه هيڅ اثر نه دی ليدلی. خو ډاډه يم هغه رسنۍ چې د درواغو خبرونه خپروي، خپلې ټولې هڅې به وکړي تر څو د اعتراضونو څرک راښکاره کړي.»