په زرونو مهاجر امریکا ته پلي روان دي
۱۳۹۷ آبان ۱, سهشنبهکه څه هم د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ په تویتر کي په عصاب خرابۍ سره عکس العمل ښيي، خو دې ته په نه کتو سره بیا له جنوبي امریکا څخه د مهاجرو یو لوی کاروان ددغه هیواد پرخوا ورروان دی.
د هغوی مخ نه پولیس راگرزولای سي او نه هم خراب ترانسپورټ، چي دوی انتقال کړي. اکثرأ هغوی پر پښو باندي اوږده مزلونه وهي او د مکسیکو تر جنوب پوري یې تر اوسه پوري تقریبأ ۳۵ کیلومتره مزل کړی دی.
د ملگرو ملتونو په حواله په دې منځ کي ۷۱۰۰ انسانان له دغه کاروان سره یو ځای سوي دي. د مهاجرو دغه کاروان لس ورځي دمخه له هندوراس څخه حرکت کړی وو.
هندوراس یو له هغو هیوادونو څخه دی، چي د جنایتونو سطحه پکښي ډیره لوړه ده او دوه پر دریمه برخه اوسیدونکي یې په فقر کي ژوند کوي. اکثره مهاجر غواړي په امریکا کي کارونه پیدا کړي. خو د امریکا تر سرحده پوري دوی باید مجموعأ ۳۷۰۰ کیلومتره لار ووهي.
د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس دونالد ترمپ له ډیره قهره په خپل تویتر کي لیکلي دي: «گواتیمالا، هَندوراس او السلوادور پردې قادره نه دي چي خپل خلگ امریکا ته له تگ څخه راوگرځوي. موږ به نو اوس پر دغو هیوادونو باندي ډیري پیسې کمي کړو.»
ترمپ د مکسیکو پر حکومت باندي هم تور لگولی دی، چي د مهاجرو دغه کاروان یې نه دی راگرځولی. په همدې خاطر یې له مکسیکو سره سرحدي ساتونکو او پوځ ته د تیارسئ امر کړی دی. ځکه په خبره یې د ملي امنیت خبره مطرح ده.
ترمپ په خپل تویتر کي دا هم لیکلي دي چي «له منځني ختیځ څخه جنایت کارانو او نامعلومو کسانو د هغوی په منځ کي ځانونه تیر کړي دي او غواړي امریکا ته راسي.» خو د هغه جزئیات یې نه دي ورکړي.
په همدې حال کي د مکسیکو جمهور رئيس اېنریکو پینا نیتو، له دغو مهاجرو څخه غوښتي دي چي په غیرقانوني ډول سره په مکسیکو کي پاته نه سي او باید پناه وغواړي.
د تازه رپوټونو پراساس له هندوراس څخه د مهاجرو يوه بله ډله هم د امريکا متحده ايالاتو پر لور روانه سوې ده. ویل کيږي چي له هغوی سره تر اوسه پوري ۱۵۰۰ کسان ملگري سوي دي او کیدلای سي هغوی نور هم ډیر سي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 19.06.2018)