1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو افغان مهاجرو له ايرانه ترکيې ته مخه کړې ده

۱۳۹۷ شهریور ۱۵, پنجشنبه

د فرانسې خبري آژانس په حواله په ايران کې ميشت افغان مهاجر د بيکارۍ او اقتصادي ستونزو له وجې اوس ترکيې ته مخه کړې ده. ډيرو افغانانو په دې هيله ترکيې ته مخه کړې، چي له هغه ځايه به ځانونه اروپا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/34Q0d
Bildergalerie Flüchtlinge aus Afghanistan in der Türkei
يوه ډله افغان مهاجر له ايران څخه د ترکيې پر لور سرحدي سيمه کې - آرشيفانځور: Reuters/U. Bektas

د فرانسې خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د سپتمبر ۵مه) د ترکيې پر لور د ايران ميشته افغانانو د مهاجرتونو په اړه يو رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې ويل شوي دي، چې حتی داسې افغانان چې په ايران کې يې ديرش کاله ژوند کړی دی، اوس يې دغه هيواد پريښی او ترکيې ته راغلي دي.

ترکيه د نړۍ د ډيرو هيوادونو په پرتله، د تر ټولو ډيرو مهاجرو کوربه دی. يوازې درې ميليونه سوريايي مهاجر له ۲۰۱۱م کال راهيسې چې په سوريه کې جګړې پيل شوي، ترکيې ته يې پناه وړې ده.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې ليکي دي، کوم افغانان چې ترکيې ته ځانونه رسوي له افغانستان څخه نه، بلکي هغه افغانان دي چې تر دې مخکې په ايران کې ميشت ول.

په ايران کې ناهيلي کوونکی وضعيت

رپوټ په ايران کې د ميشتو افغانانو بد وضعيت او اقتصادي ستونزو ته اشاره کوي او زياتوې چې په دغه هیواد کې مخ پر ډيريدونکې بيکاري او د ژوندانه سخت او ناهيلي کوونکي شرايط د دې لامل شوي دي چې ډير افغانان یو ځل بيا مهاجرتونو ته مخه کړي.

د «بخښني نړيوال سازمان» د اپريل مياشتې د خپور شوي رپوټ په حواله، حاضر دمه په ترکيه کې شاوخوا ۱۴۵ زره افغانان ژوند کوي. په دغه رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي، چې په ۲۰۱۸م کال کې ترکیې ته د افغانانو مهاجرتونه ډير شوي دي.

Bildergalerie Flüchtlinge aus Afghanistan in der Türkei
ترکيې ته رسدلي افغانان غواړي اروپا ته ځانونه ورسويانځور: Reuters/U. Bektas

د بيلګې په توګه د روان ميلادي کال له جنوري مياشتې څخه تر اګست مياشتې پورې، ۶۱ زره افغانان ترکيې ته رسيدلي دی. د ترکيې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې په ۲۰۱۸م کال کې د افغان مهاجرو شمير د تيرکال د همدې مودې په پرتله څه باندې ۳۰ سلنه لوړ شوی دی.

جواد سعادت نژاد يو له هغو افغانانو څخه دی چې څه باندې ۳۴ کاله يې په ایران کې ژوند کړی دی، خو تيره میاشت یې ترکیې ته پناه وړې ده. هغه د مهاجرتونو د علت په اړه وایي: «د ايران [دولت] زما له پاره هيڅ کوم کار نه دی کړی.»

په ترکيه کې د افغانانو ناڅرګند وضعيت

په ترکيه کې هم د دغو افغانانو وضعيت او راتلونکې روښانه نه دی. دغه مهاجر په ترکیه کې موقتي اقامې ترلاسه کوي او تر هغه چې يو بل هيواد ته ځي کولای شی په ترکیه کې پاته شي. دا په داسې حال کې ده چې له تيرو اتلسو میاشتو راهیسې نورو هیوادونو ته د افغان مهاجرو د ليږد اندازه، په شدیده توګه ښکته شوې ده. بل لور ته په خپله ترکيه هم ډيرو مهاجرو ته د هستوګنځايونو او نورو امکاناتو د برابرولو لازم امکانات نه لري.

محمد حسين يو بل افغان مهاجر دی چې په کندز ولایت کې يې د طالبانو پرضد جګړه کې له ناټو سره همکاري کړې ده. هغه هم له دې امله چې وسله وال طالبان به هغه او کورنۍ ته يې زيان ورسوی، ترکيې ته مهاجر شوی دی.

حسين وايي چې په ترکيه کې ېې هم ژوند په خطر کې دی، ځکه خو ترجيح ورکوي چې سويس او يا هم کاناډا پر لور ولاړ شي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: