په زرهاو کسانو د ایسلند د لومړي وزیر د استعفا غوښتنه وکړه
۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سهشنبه
د دوشنبې په ورځ ناوخته په زرهاو مظاهره کوونکي د ایسلند په پلازمینه ریکیاویک ښار کې د پارلمان ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او د دې هیواد د لومړي وزیر زیګموندور دیوید ګونلوګسن، د استعفأ غوښتنه یې کوله.
تر هغه وروسته چې د «پاناما اسنادو» تر نامه لاندې داسې مالي اسناد افشا شول چې ښيي د نړۍ د یو شمېر مشرانو په شمول ډیر کسان په پټه او له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه په بهر کې پانګونې کوي، ایسلندیانو د خپل لومړي وزیر د استعفأ غوښتنه وکړه. د تورنو له مخي بربنډ شوي اسناد ښيي چې لومړي وزیر زیګموندور دیوید ګونلوګسن، او د هغه میرمن په ۲۰۰۷ کال کې د «بریتانیا په ویرجن جزایرو» کې یو شرکت رانیولی وو.
پر لومړي وزير او د هغه پر میرمنې په پاناما کې د یوه شرکت په مرسته له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه د ځینې اقداماتو شک کيږي. تر دغو رپوټونو وروسته دا غوښتنې رامنځ ته شوې چې د ایسلند پارلمان باید له لومړي وزیر څخه د هغه صلاحیتونه واخلي.
خو دغه ۴۱ کلن سیاستوال د دوشنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته وویل: «ما د دې موضوع له کبله د استعفأ په اړه فکر نه دی کړی او نه هم له دې کبله استعفأ کوم.»
په ایسلند کې د تش په نوم شرکتونو موضوع ډیره حساسه ده ځکه په تیره لسیزه کې پانکونو د دغه شان شرکتونو په مرسته او له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه «ریسکي یا ګواښمنې پانګونې» کړې وې.