په زابل کي د بريښنا شرکت پنځه انجينران وژل سوي
۱۳۹۸ دی ۲۶, پنجشنبهاعلان
د زابل ولايت چارواکو ويلي دي چي نن غرمه د بريښنا رسونې د شرکت پنځه تنه کارکوونکي په دغه ولايت کي د يوه ماين د چاودني پر وخت ووژل سول.
د بريښنا شرکت د يوې اعلاميي په خپرولو سره خبر ورکړی دی چي د بريښنا د پايو د جوړولو څانگې د انجينرانو د انتقال موټر، د کابل-کندهار پر لويه لار، د زابل ولايت په شهرصفا کي پر يوه ماين برابر ختلی دی.
د زابل د والي وياند گل اسلام سيال دويچه ويلي ته وويل: «دغه پيښه د شهرصفا ولسوالۍ د انتنونو په سيمه کي رامنځته سوې ده. دغه پنځه کسان چي د پايو جوړولو له پاره سيمي ته پر لار ول، وژل سوي دي.»
هغه ددغه ماين د ايښودلو مسئوليت پر طالبانو اچوي، خو په خپله طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.