روسیه: د اتومي انرژۍ لرونکي د توغندي چاودنې مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ مرداد ۱۹, شنبهد روسیې اتومي آژانس یا روساتوم تر چاودنې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپلو پنځو کارمندانو وژل تائید کړي دي او وايي چې چاودنه د توغندي د آزموینې پرمهال رامنځ ته شوې ده. په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د چاودنې له کبله د دغه آژانس درې تنه نور کارمندان ټپیان شوي دي او دا چې هغوی اوسمهال په مسلکي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. یاد آژانس د آزمیښتې توغندي د انرژي په هکله په اعلامیه کې جزئیات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې روسي چارواکو په دې پیښه کې د دوو تنو د وژل کیدو خبر ورکړی وو. یادو چارواکو د روسیې ارخنګیلسک سیمې ته څیرمه په یوه بل ښار کې د اتومي وړانګو په کچه کې د ډیروالي خبر ورکړی وو. ځايي چارواکو همدا راز ویلي چې دوی په سپینه بحیره کې د بیړیو د لیږد را لیږد د لړۍ توقف ته اړ شوي دي. په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت د یادې پیښې په هکله ډیر کم جزئیات ورکړي دي.
په داسې حال کې چې د روسیې دفاع وزارت په لومړي سر کې ویلي وو چې فضا ته زیانمن مواد نه دي آزاد شوي او دا چې د اتومي وړانګو په کچه کې هم بدلون نه دی راغلی، خو د سیویرودوینسک په نامه د دغه ښار ځايي چارواکو بیا خبر ورکړی چې د اتومي وړانګو په کچه کې ډیر کم تغیرات راغلي دي. تر اوسه پورې په دې هکله چې ولې د اتومي وړانګو په کچه کې تغیر راځي، روسي چارواکو معلومات نه دي ورکړي.
بل لوري ته په امریکا کې میشت د اتوم د برخي کارپوهانو د جمعې په ورځ وویل چې دوی شک لري چې د چاودنې له کبله اتومي وړانګې خپرې شوي دي او زیاتوي چې دغه وړانګې د اتومي انرژۍ درلودونکي یوه کروز توغندي د چاودنې له کبله خپرې شوي دي.