زیات شمیر افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي
۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبهد مهاجرت نړیوال سازمان په حواله په تیرو اتو میاشتو کې د ۴۴۲۳۴۴ تنه افغانان یوازې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. دې سازمان زیاته کړې ده چې د دغو ستنیدو تر شا یو لامل په ایران کې د اقتصادي وضعیت خرابیدل او د کار بازار محدودیدل دي.
د سه شنبې په ورځ خپرې شوې شمیرې ښيي چې د روان کال په لومړیو اتوو میاشتو کې د ټول تیر کال په اندازه افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. په ۲۰۱۷ کال کې ۴۵۰۰۰۰ افغانان له ایران څخه افغانستان ته اوښتي وو.
افغانان ډیر وخت د ایران په شخصي سکتور کې په کار بوخت وي. په وروستیو وختونو کې په دې سکتور کې کار د پخوا په پرتله د ایران د اقتصاد د ضعیفه کیدو له کبله کم شوی دی. کارپوهان وايي چې په ایران کې ښايي د کار شرایط د امریکا متحده ایالاتو د نویو بندیزونو له پیل سر لا پسې سخت شي.
په ایران کې له تیرو لسو ورځو راهیسې د اقتصاد د خرابیدو له کبله مظاهرې روانې دي.
له بلې خوا بیا د روان کال له پیل راهیسې له پاکستان څخه یوازې ۲۰۸۱۳ تنه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي. افغانستان همدا اوس هم د بیکارۍ له ډیرې لوړې سطحې، خراب اقتصاد او وچکالي کړیږي. له ګاونډیو هیوادونو څخه د ډیر شمیر افغان مهاجرو ستنیدل د دې هیواد پر اقتصاد باندې فشار لا ډیروي.