په راتلونکي کي به نړۍ څرنګه وي؟
د نړۍ د راتلونکي په هکله پر بيروونکو مفکورو او طرحو ولاړې افسانې (ديستوپياوي) په زياته د کرونا پاندمي په وخت کي ښه خرڅيږي. د راتلونکي په هکله د مشهورو ليکوانانو ترسيمونې دلته ولولئ:
الدوس هُکسلې ـ «ښکلې نوې نړۍ»، ۱۹۳۲
يوټوپي د راتلونکي په تړاو تر اندازي زيات او غيرعملي مثبتې مفکورې ته ويل کيږي. ديستوپي يې متضاد لغت دی. الدوس هُکسلې په ۱۹۳۲م کال کي د راتلونکي په تړاؤ داسي يوه افسانه وليکله چي پکښي يو تاريک مستقبل او پېر ترسيم سوی ؤ. د «ښکلې نوې نړۍ» په نوم دغه افسانه له هغو افسانو څخه ده چي د نړۍ د صنعتي کېدنې او ماشينونو سره د تړلو بيرو او مطلق العنان دولتونو له بيرو څخه منبع اخلي.
جورج اوروېل ـ «۱۹۸۴»، ۱۹۴۹
بريتانوي افسانه ليکونکي او ژورناليست جيورج اوروېل په ۱۹۴۹ عيسوي زېږديز کال کي د «۱۹۸۴» تر عنوان لاندي يو ناول خپور کړ. په دغه ناول کي د داسي يو مطلق العنان دولت ترسيم سوی دی چي خپل ټول وګړي ټول وخت څاري او وګړي له دغي څارنې څخه تېښتنه نه لري. ليکوال لا هغه وخت نه ؤ خبر چي انټرنټ او د څارنې نوري آسانتياوي به رامنځته کيږي. انځور په ۱۹۸۴ خپور سوی د مايکل رېدفورد هغه فلم ښيي چي پر دغه ناول جوړ سوی دی.
هېربېرت جيورج وېلس ـ «د وخت ماشين»، ۱۸۹۵
بريتانوی هېربېرت جيورج وېلس چي په ۱۸۶۶م کال زېږېدلی وو، د ساينس فيکشن د ادبياتو له لومړنيو ليکوالانو څخه وو. هغه په ۱۸۹۵ کال «د وخت ماشين» په نوم ناول خپور کړ چي پکښي د هغه وخت د ويکتوريا د پېر ټولنې ته يې هنداره ښودلې وه. په دغه ناول کي يو کس د يو ماشين په مرسته نامعلوم راتلونکي وخت ته سفر کوي. هاليووډ په ۱۹۵۹م کال پر دغه ناول فلم هم جوړ کړ چي پکښي روډ ټېلر(انځور) مرکزي رول تمثيل کړی وو.
ستانيسلاو لېم ـ «فوتورولوژيکي کانګريس»، ۱۹۷۱
پولنډي ليکوال ستانيسلاو لېم په ۱۹۷۰م کال د «فوتورولوژيکي کانګريس» په نوم ناول وليکی او په ۱۹۷۱م کال يې خپور کړ. په دغه ناول کي هغه د مستقبل يو داسي انځور ترسيم کړی دی چي پکښي ټول انسانان داسي مخدره او غير حقيقي مناظر رامنځ ته کوونکي توکي کاروي، چي د حقيقت او مجاز تر منځ فرق يې نه کيږي. په ۱۹۲۱م کال زېږېدلي ستانيسلاو په خپله دغه افسانه کي د اوتومايزېشن د پېر راتلونکی ترسيم کړ.
رې برېډبري ـ «فارنهايټ ۴۵۱»، ۱۹۵۳
فارنهايټ ۴۵۱ درجه د تودوخي هغه اندازه ده، چي د ادعاوو له مخي په دغه تودوخه کي کاغذ پخپله اور اخلي. رې برېډ بري د «فارنهايټ ۴۵۱» په نوم افسانه کي د يو داسي دولت انځور ترسيم کړی دی، چي د کتاب لوستل او د کتاب د ځان سره لرل منع دي. په دغه دولت کي آزاد فکر کول خطرناک او ټولنې ضد تصور کيږي. د فرانسوا تروفاوت په «اطفايه» فلم کي د رې برېډبري افسانه فلمبرداري سوې ده.
فريتڅ لانګ ـ «ميتروپولِس»، ۱۹۲۷
د فريټڅ لانګ د ۱۹۲۷ بې ږغه «ميتروپولِس» فلم د يوه مجازي ښار انځور وړاندي کوي. په دغه ښار کي انسانان پر دوو برخو ويشل سوي دي. يوه برخه يې په نعمتونو او شتمنيو کي لامبي او بله برخه يې تر مځکي لاندي په لويو لويو ماشيونو باندي کار کوي. د لانګ فلم هغه وخت د منفي تنقيدونو سره مخامخ او ناکام سو. خو د هغه دغه فلم اوس د اعلی هنر بېلګه بلل کيږي ځکه چي دا پوښتنه کوي چي د تخنيکي نوښتونو پای به څه وي؟
فرانڅ کافکا ـ «محاکمه»، ۱۹۲۵
په ۱۸۸۳م کال زېږېدلی فرانڅ کافکا د «محاکمه» په نوم افسانه وليکله. خو هغه د معلوم او څرګند تفسير څخه ځان ساتلی دی. هغه په دغه ناول کي د مستقبل يو داسي انځور ترسيم کړی دی چي پکښي بيورکراسي اوج ته رسېدلې ده. د نوموړي دغه افسانه په ۱۹۱۵م کال خپره سوه چي د نړۍ د ادبياتو له شاهکارونو څخه يوه بلله کيږي.
مارګرېټ اټووډ ـ «د کارګرې انجلۍ سرګذشت»، ۱۹۸۵
مارګرېټ اټووډ په ۱۹۳۹م کي زېږېدلې ده. هغې د ديستوپي ادبي څانګه د انټرنټ وخت ته ولېږدوله. دغې کاناډايي ليکوالې په خپله «دکارګري نجلۍ سرګذشت» کي د امریکا د داسي يو مجازي پېر انځور جوړ کړی چي پکښي د چاپيريال د قيامت ته ورته فاجعې رامنځ ته کېدلو وروسته مذهبي توندلاري پر واک راغلي دي. دغه افسانه له ۲۰۱۷م کال راهيسي د تلويزيوني سريال په توګه هم فلمبرداري کيږي.
توماس موروس ـ «يوټوپيا»، ۱۵۱۶
هغه کوم هيواد دی چي خپل وګړي خوشاله کوي او ښه يې ساتي؟ دغه سوال توماس موروس چي په ۱۴۷۸م کال زېږېدلی په خپله «يوتوپيا» افسانه کي جواب کړی دی. هغه په شپاړسمه پېړۍ کي په انګلستان کي ژوند کاوه چي د ريناسانس، ريفورم او د نوو اختراعاتو پېر وو. په دغه افسانه کي يو سمندري مسافر د بهترين دولت کيسه کوي.