په دې هیوادونو کې له ساحله د شګې او تیږو وړل سزا لري
کله چې سیلانیان ساحل ته لاړ شي د بیرته ستنیدنې پر مهال د یادګار په توګه کومه تیږه یا یو موټې شګه له ځان سره وړي خو په یو شمیر ځایونو کې د دې کوچني عمل سزا کیدای شي بند یا لوړه نقدي جریمه وي.
د یوې وړې تیروتنې دومره لوی قیمت
هر کال په سلګونه زره انسانان د سیاحت په موخه د مختلفو سمندرونو ساحلونو ته سفر کوي. دوی په دغو ځایونو کې د تیر کړي وخت د یادګار په توګه لږه شګه او یا هم کومه تیږه له ځان سره وړي او بیا یې د کور په یوه څنډه کې د ښکلا له پاره ږدي. خو آیا پوهیږي چې د دې کار له کبله سړی بندي او یا هم نقدي جریمه کیدای شي. د نړۍ یو شمیر داسې سیمي شته چې هلته دا قوانين نافذ دي.
لیکوالان او هنرمندان هم معاف نه دي
د لیکوال ایان مک ایون، د مشهور ناول نوم «چیسل بیچ» دی. ایون د دې ناول تر لیکلو وروسته په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې هغه د بریتانیا له سویلي ساحل څخه څو تیږي پورته او له ځان سره یې کور ته وړې وې. وروسته ورته معلومه شوه چې کیدای شي د دې جرم په بدل کې تر ۲۰۰۰ پاونډه پورې جريمه شي. مک ایون دغه تیږې بیرته وروړې او د خپلې غلطۍ له امله یې بخښنه وغوښتنه.
د طبیعي او کلتوري میراث ساتنه: د تیږو وړل جرم دی
په ترکیې کې د سمندر له ساحل څخه د تیږو وړل د بند یا نقدي جریمې سزا لرلی شي. یوه آلماني د دې جرم سزا د بند په شکل ولیده. ترکیې د خپل کلتوري او طبیعي میراث د ساتنې په هدف سخت قوانين وضع کړي دي. په هوایې ډګر کې د دې ثابتول چې دا د کوم لرغونې ځای څخه غلا شوې تیږه نه، بلکې د سمندر له ساحل څخه اخیستل شوې یوه عادي تیږه ده ستونزمن کار دی.
شګه هم مهمه ده؛ بند یا نقدي جریمه
نه یوازې تیږه بلکې د شګو وړل هم کله نا کله انسان ته سخته تمامیدلی شي. په انټرنټ کې د پیر او پلور مشهورې پاڼې «اي بی» پر خپله صفحه کې د امریکا د هوائې ایالت د ساحل د شګو پلورل بند کړي دي. تر پنځه کاله مخکې پورې دا کومه ستونزه نه وه، خو اوس د هوائې ایالت له هر ساحل څخه د لږو شګو د وړلو په بدل کې کیدای شي سړی تر ۱۰۰۰۰۰ پورې جریمه شي.
د ایټالیې سخت قانون
د ایټالیې د سادینیا ساحل د نړۍ له ښایسته او مشهورو ساحلونو څخه یو دی. دری کاله مخکې د ساردینیا چارواکو د مختلفو سیلانیانو په سامان کې نږدې ۵ ټنه د ساحل شکه کشف او ونيوله. د حرانتیا خبره خو دا ده چې دا یوازې په یوه هوایې ډګر کې وه. اوس د ساردینیا له هر ساحل څخه د شګو د وړلو په بدل کې باید له ۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ ایرو پورې جریمه ورکړل شي.
که لاس ورنه وړو، نو په ساحل کې څه وکړو
د فليپین هیواد په بوراکې ساحل کې قوانين نور هم سخت دي. کور ته وړل خو پریږده، په دې ښایسته ساحل کې د شګو ډیرۍ جوړول هم منع دي. جزا ۵۰ ایرو پورې نقدي جریمه او یا دری میاشتې بند.
د ماشومانو له پاره لږ نرمښت شته
په جنوبي افریقا کې هم په دې برخه کې قوانين سخت دي. کب نیونه، د تفریح له پاره اور لګول او یا د خپلو کورنیو حیواناتو له ځان سره وړل، د هر کار له پاره تفصيلي قوانين موجود دي. له دې ساحلونو څخه د شګو پورته کول او له یو ځایه بل ځای ته انتقالول او داسې نور ټول منع دي. خو که ماشومان د لوبو پر مهال داسې یو څه وکړي، نو د دوی له پاره استثنا موجوده ده.