په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ پاکستاني سرتیري وژل شوي
۱۳۹۸ مرداد ۵, شنبهد پاکستان پوځ نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۲۷مه نیټه) وویل چې د پوځ پر ځواکونو د دوو جلا بریدونو په پایله کې لس تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه یو شمیر ترهګرو په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوې ګزمې برید کړی چې په پایله کې شپږ پاکستان سرتیري وژل شويدي. د تحریک طالبان پاکستان په نامه پاکستاني طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.
د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوهمې پیښې په هکله وویل چې په بلوچستان ایالت کې د جنګیالیو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه سرتیري او د پوځ یو افسر وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسول تورن جنرال آصف غفوري وویل: «په داسې حال کې چې د قبایلي سیمو امنیت ښه شوی دی او د پولې د امنیت پر ټینګښت تمرکز ډیر شوی، زیان رسونکي ځواکونه غواړي چې بلوچستان نا آرامه کړي.»
بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري. په دې سیمه کې په دې وروستیو کې د اسلامپاله جنګیالیو او بلوچ بیلتونپالو له لوري په امنیتي پیښو کې ډیرښت راغلی دی. په پاکستان کې بلوچان د کلونو راهیسې د خپلواکۍ له پاره مبارزه کوي.
DPA /KH-AWA