1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خیبر پښتونخوا کې يوه کښتۍ اوښتې ۴ مړه او ۲۱ لادرکه دي

۱۳۹۸ تیر ۱۳, پنجشنبه

په پاکستان کې د کښتۍ د اوښتو په نتیچه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۱ نور لادرکه دي. په خیبر پښتونخوا کې د سنده په سین کې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې په یوې کښتۍ کې سپاره کسان له شانګله څخه د هري پور پر لور روان وو.

https://p.dw.com/p/3LZRX
Schiffsunglück auf dem Indus in Pakistan
انځور: AFP/Getty Images/A. Hussain

د سیمه ایز پولیسو په حواله په کښتۍ کې ۳۸ کسان سپاره ول چې یوازې ۱۳ یې ژوندي پاتې شوي دي. د پولیسو یوه سیمه ایز کارکونکي زاهد الله له فرانس پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «ژوندي پاتې شويو کسانو په لامبو سره ځانونه د سين غاړې ته رسولي.»

نوموړي زیاته کړې ده: «موږ له سين څخه ۴ مړي را ایستلي دي چې په هغو کې دوې ښځې او یو ماشوم شامل دي.» زاهد الله د لادرکه شویو کسانو په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: «دلته د اوبو څپې ډیري تیزې او سین ژور دی. له همدې امله د کوم کس د بچيدو کیدو هیله ډیره لږه ده.»

یو لوړپوړی پولیس افسر محمد علي باباخیل ویلی دي چې دغه پيښه په لیري پرته سیمه کې رامنځته شوې او همدا دلیل وو چې پولیسو ته ډیر وروسته اطلاع رسیدلې ده.

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «خلک هغه وخت له دې پيښې خبر شول، چې د مساپرو یوه بله کښتۍ له دې ځایه تیریدله.»

د باباخيل په حواله د خیبر پښتونخوا سیمه ایز خلک ځکه په کښتيو کې سفر کوي چې د سړکونو وضعیت ډیر خراب دی او په کښتۍ کې له سفر کولو سره وخت هم سپمولی شي.

آژانسونه/ ش.ن/ ن. ز