1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په خيبر پښتونخوا کې د ترهگرۍ قربانيان

۱۳۹۷ خرداد ۱, سه‌شنبه

په خيبر پښتونخوا ایالت او قبایلي سيمو کې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې تر اوسه په زرونو کسان وژل شوي او په زرونو نور د ماين چاودنو، بمي او ځانمرگو بريدونو کې معيوب شوي چې اوس د بې وسۍ ژوند تيروي.

https://p.dw.com/p/2y5pb
Protesen in Pakistan für Opfer von Krieg und Terrorismus
انځور: DW/F. Khan

که څه هم چې د قبايلي سيمو يا فاټا له چارواکو سره د ترهگرۍ له وجې او د ترهگرۍ پر ضد جگړې په ترڅ کې د معيوبو شويو ملکيانو منظم ارقام نه شته خو د خيبر پښتونخوا د ټولینزې خير ښېگڼې ادارې تر اوسه يو لک او ۳۹ زره کسان ثبت کړي دي چې د ترهگريزو پيښو او د ترهگرۍ پر ضد عملياتو پر وخت معيوب شوي دي. په دې کې د قبايلي سيمو معيوبين شامل نه دي.

په خيبر پښتونخوا کې په راجستر شويو دې معلولينو کې ښځې، نارينه او ماشومان ټول شامل دي. د دې ايالتې ادارې د چارواکو په حواله د معيوبينو د راجسترولو اصلي موخه دا ده چې له دوی سره مرسته وشي څو دوی بيرته په ټولنه کې د فعال نقش لرلو جوگه شي. ايالتي حکومت په پيښور کې د معيبوبينو له پاره په دولتي ادارو کې پوستونه مشخص کړي او دوی کولای شي هلته د کار د ترلاسه کولو له پاره عريضې وکړي.

خو بل لوري ته په بمي بريدونو کې د بدن له غړيو څخه د محروم شويو کسانو له پاره هيڅ داسې دولتي اداره يا مرسته نه شته چې له لاري یې دوی ته مصنوعي غړي ورکړل شي. يو عادي سړی په شخصي توگه د دغه ډول درملنې او مصنوعي اعضاو مصارف نه شي پوره کولای.

Protesen in Pakistan für Opfer von Krieg und Terrorismus
انځور: DW/F. Khan

خو په پيښور کې يوه خيريه ټولنه له معيوبينو سره په مرستو بوخته ده او هغوی ته مصنوعي لاسونه او پښې ورکوي. د پاکستان د مصنوعي غړيو او ارتوپيدۍ انستيتويت د روغتيا نړيوال سازمان، د آلمان حکومت او د سره صليب نړيوالي ټولني په مالي مرسته د معلولو کسانو له پاره د بدن د مصنوعي غړيو په جوړولو بوخت دی.

د پي پاس په نوم د دې ټولنې مشر ډاکتر عمر ايوب له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «پي پاس (PIPOS) نه يوازې په خيبر پښتونخوا، بلکې له فاټا، گلگت او  افغانستان څخه له راتلونکو معيوبينو سره هم مرسته کوي.۲۲ زره کسان زموږ سره ثبت دي.» دی زياتوي: «دمگړۍ درې زره کسان د مصنوعي غړيو د ترلاسه کولو له پاره زموږ سره په ليست کې دي.» د نوموړي په خبره دوی هر کال شپږ زره کسانو ته د مصنوعي اعضاو د لگولو ظرفيت لري.

د ډاکتر عمر ايوب په خبره يوه تن ته د مصنوعي غړي پيوند تر يوې میاشتې هم زيات وخت نيسي. هغه زياته کړه: «زموږ سره وسايل کم دي او د ناروغانو او اړمنو شمير ډير زیات دی. که حکومت په دې برخه کې جدي مرسته وکړي نو زموږ ډيرې ستونزې به حل شي.»

Protesen in Pakistan für Opfer von Krieg und Terrorismus
په پيښور کې د پي پاس مرستندويه ټولنې کار کونکيانځور: DW/F. Khan

پي پاس ته هره ورځ د پنځوسو په شا او خوا کې معيوبين ورځي. دا چې مصنوعي غړي په بشپړه توگه د استعفادې وړ وگرځي، دا څو اوونيو او ډيرو مناسبو لاروښونو ته اړتيا لري.

د مومند ايجنسۍ امير عالم هم دې ادارې ته د درملنې له پاره ورغلی. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «شپږ کاله مخکې مې په يوه بمي چاودنه کې يوه پښه له لاسه ورکړه. په دولتي روغتون کې تر درملنې وروسته چې کله رخصت کړل شوم نو بيا دوه کاله همداسې په کور کې پروت ووم.» امير عالم زياتوي: «بيا راته يو چا وويل چې پي پاس ته ولاړ شه. ما دلته خپل نوم ثبت کړ، ځکه په شخصي روغتونو کې د پښې پر لگولو ډير مصرف راځي چې زما د وس خبره نه ده.»

نوموړي وويل چې دلته ورسره مرسته وشوه. اوس هم لږ تکليف لري خو دې ادارې ورسره بيرته پر خپلو پښو دريدو کې ډير کومک وکړ. دی زياتوي: «اوس هم لږ تکليف لرم  خو مطمئن یم چې يوه ورځ به دا هم ښه شي.»

په پاکستان کې له کابو درو لسيزو راهیسې په روانو تروريستي پیښو او د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د اټکلونو پر اساس له يوه اړخه که په سونه زره کسان معيوب شوي نو بل پلوه ډير زيات کسان په رواني ناروغيو هم اخته شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ټولنیزي خير ښېگڼې ادارې په حواله په دې ايالت کې تر ۲۱ زره زيات ښځې او نارينه د ژور خفگان ښکار دي. همدا راز د هغو شمير هم تر ديرشو زرو زيات دی چې د تروريستي بريدونو پر وخت کاڼه شوي دي.

Faridullah Khan (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: