په خوست کې بمي چاودني لس ملکي وګړي ټپيان کړل
۱۳۹۴ فروردین ۲۰, پنجشنبهچاودنه د لسو بجو په شاوخوا کې د درملتون مخې ته وشوه. په پیښه کې ډیر شمیر ټپي شويو کسان یا خو ناروغان او یا هم د هغوی د کورنۍ غړي دي.
د خوست ولایت د امنيې قوماندان جنرال فيض الله غيرت، له دويچه ويلې سره په خبرو کې پېښه تاييد کړه. هغه وویل چې چاوديدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او داسې بريښي چې د دې پېښې تر شاه شخصي دښمني موجوده وي. نوموړي زیاته کړه چې په دې چاودنه کې لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د پېښې يوه عيني شاهد محمد وسيم دويچه ويله ته وویل چې دوى په دوکان کې وو چې چاودنه وشوه. د وسیم په خبره تر چاودنې وروسته خلکو یوې او بلې خوا ته منډې پیل کړي:
«چاودنه زموږ د مارکيټ مخي ته د سړک په څنګ کې وشوه. ډير ګردونه وو. خلک هره خوا په منډو کې وو. مارکيټ ته هم ځينې ملکي کسان راننوتل چې په وينو ککړ وو. دوه کسان مې وليدل چې فکر کوم مړه به وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تيرې پنجشنبې په ورځ هم په خوست کې د ولايتي ادارې پر وړاندې پر لاريون کوونکو باندې ځانمرګى بريد وشو چې ٢٢ ملکي وګړي يې ووژل. د د تیرې پنجشنبې ورځې په پیښه کې د ولسي جرګې د غړي همايون همايون په ګډون ٦٤ نور کسان ټپیان شول.