په خوست او پکتيکا کي هوايي بريدونو بيا مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲, جمعهپيښه تيره شپه ديادي ولسوالۍ په شملزيو کلي کي رامنځته سوي. د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان المان ږغ راډيو ته وويل، چي د وسله والو مخالفينو پرخلاف په دغه عمليات کي افغان او بهرني ځواکونه ګډه برخه لري او د ناټو ځواکونو پوځي چورلکي هم د وسله والو په ځپلو کي همکاري کوي.
د افغان په خبره د لومړنيو معلوماتو له مخه ښايي ، چي په دغه بريدونو کي ١٢ وسله وال طالبان وژل سوي او يو شمير سپکي او درنې وسلي هم د ځواکونو لاس ته ورغلي.
هغه وايي، چي په وژل سويو وسله والوکي يو شمير بهرني جنګيالي هم شامل دي، چي جسدونه يې اوس مهال د يخى خيلو ولسوالۍ ته ليږدول سوي دي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان زياتوي ، چي په ياده سيمه کي اوس هم د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات دوام لري. بلخوا د يادي سيمي اوسيدونکي هم مني ، چي تيره شپه يې پر کلي ، د بهرنيوځواکونو چورلکو بمبارد کړى او دوى دوه جسدونه هم ليدلي دي.
تر اوسه د پکتيکا د تيري شپي په عملياتو کي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي په اړه کوم راپور نه دى ورکړل سوى. خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيخ الله مجاهد که څه هم د تيري شپې په بريدونو کي د خپلو پنځو طالب ملګرو د وژل کيدو خبر مني، خو ادعا کوي، چي ٨ امريکايي عسکر يې وژلي او ګڼ شمير نور يې ټپيان کړي دي.
هاخوا د پکتيکا په ګاونډ خوست کي هم بهرنيو ځواکونو د يوه ساحتماني شرکت امنيتي ساتونکي په نښه کړي، دغه پيښه هم تيره شپه د خوست ولايت د دوه منده ولسوالۍ د شينکۍ په سيمه کي رامنځته سوې.
د شرکت مسؤلين وايي، چي دوى د سپيرې ولسوالۍ د سړک جوړوني چاري پرغاړه لري او بهرنيو ځواکونو بي له کوم لامل د دوى پر اربکيو له هلکوپترو څخه ډزي کړى، د شرکت درې امنيتي کارکونکي يي وژلي او يو يي ټپي کړى.
په خوست کي د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر دويچه ويلي ته وويل، چي دغه کسان هغه مهال دوى په نښه کړي، چي د سيمي څخه د تيريدو پرمهال يي د ناټو ځواکونو پر هليکپوترو هوايي ډزي وکړي.
د سرچيني په خبره دغه کسان د يوي غونډۍ پرسر ناست و او پر سپکو وسلو سربيره هاوان او ځيني نوري درنې وسلي هم ورسره وي.
دا پداسي حال کي ده ، چي نږده دوه کال وړاندي هم په خوست کي ناټو ځواکونو خپلي نظامي اډي ته نږدي د سړک جوړوني د يوه ساحتماني شرکت پر کارکونکو بريد کړى و، چي په پايله کي يي ، ١٢ سړک ساتونکي ووژل سول.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل