1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي اروپا کې د مهاجرت کړکیچ مخ پر زیاتیدو دی

۱۳۹۹ مرداد ۱۲, یکشنبه

د ایټالیا د جنوبي ښارونو ښاروالانو د زیات شمیر تازه مهاجرینو په راتګ سره د خطر زنګ وهلی دی. په وروستیو کې دغو سیمو ته ګڼ شمیر مهاجرین داخل شوي او د استوګنې ځایونه د نورو کسانو د ساتلو ظرفیت نه لري.

https://p.dw.com/p/3gHaD
Italien Bootsflüchtlinge erreichen nachts die italiensiche Insel Lampedusa
انځور: Reuters/M. Buccarello

په اوسني وخت کې د ایټالیا د جنوبي ښارونو ښاروالان پر مرکزي حکومت باندې ډیر غوسه دي. د ایټالیا په دغو ښارونو کې د مهاجرینو د استوګنې مرکزونه له وړاندې نه خپل نهايي ظرفیت ته رسیدلي دي او له حکومته غواړي چې دغو سیمو ته د تازه راغلو مهاجرینو پر راتګ باندې بندیز وضع کړي.

د معلوماتو له مخې، سږ کال تر اوسه پورې له ۱۳۰۰۰ ډیر مهاجرین د مدیترانې سمندر له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۹۰۰۰ کسان ډیر دي.

د ایټالیا په دغو سیمو کې هم د روان وضعیت پر وړاندې غوسه ډیره شوې ده. فیلیکس وایس چې د سي واچ په نامه د مهاجرینو د ژغورنې په یوه خیریه سازمان کې کار کوي، په دې وروستیو کې د څو اونیو ماموریت وروسته بیرته آلمان ته راستون شوی دی. د هغه په خبره، د ایټالیا په لامپیدوسا ټاپو کې وضعیت د خرابیدو په حال کې دی. وایس وویل: «په لامپیډوسا کې وضعیت ډیر خراب دی. په تیرو میاشتو کې له ۵۵۰۰ څخه ډیر مهاجرین په خپله دغه ټاپو ته رسیدلي دي. دا په دې معنی چې د ورځې درې یا څلور کښتۍ راغلي دي.»

د ایټالیا د خايي چارواکو په خبره، کرونا ویروس د ایټالیا په ځايي وګړو باندې هم اقتصادي فشارونه دیر کړي دي. په ایټالیا کې د دې ټاپو اقتصاد چې تر ډیره پورې پر سیلانیانو باندې ولاړ دی، لا له وړاندې نه له ستونزو سره مخامخ دی. په اوسنیو شرایطو کې د ایټالیا د حکومت له لوري د مرستو غږ ته ډیر کم ځواب ورکول کیږي.

Spanien Flüchtlinge aus Algerien erreichen Spanien
انځور: picture-alliance/dpa/L. Carnero

په دې وروستیو کې د مهاجرینو په منځ کې هم د کرونا ویروس له کبله ګڼ شمیر ستونزې رامنځ ته شوې وې. د چارواکو په خبره، سلګونه ناقاونه مهاجرینو کمپونه ترک کړي دي او د قرنطین قوانین یې مات کړي چې له کبله یې د کرونا د خپریدو ویره لا پسې ډیره شوې ده.

دا یوازې ایټالیا نه ده چې د مهاجرینو د راتګ له ستونزې سره لاس او ګریوان ده. د اروپا په یو شمیر نورو هیوادونو کې د مهاجرینو راتګ ډیر شوی دی. په هسپانیا کې یوازې د جولای میاشتې په پرتله له ۲۰۰۰ ډیر تازه مهاجرین ثبت شوي دي. یونان هم له دغو ستونزو خالي نه دی، خو بيا هم وضعیت په دې هیواد کې تر ډیره پورې نورمال بریښي.

په یونان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو سازمان یوازې په جولای میاشت کې د یونان پر پوله ۲۴۴ تنه مهاجرین ثبت کړي دي. د تیر کال په همدې موده کې بیا دغه شمیر ۵۰۰۸ کسان وو. په یونان کې اوسمهال د مهاجرینو اړوند تر ټولو ستره ستونزه، د کمپونو ډکیدل او د دې هیواد په ټاپو ګانو کې د شته کمپونو کم ظرفیت په ګوته کیږي.