په جنوب ختیځې اسیا کې د مخدره توکو د کښت لوړیدل
۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه
ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ وویل چې په چین او نورو هیوادونو کې د هیروینو له پاره د تقاضا د لوړیدو له کبله په اسیا کې لا ډیر کروند ګر د کوکنارو کښت ته هڅیدلي دي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ادارې ویلي دي چې د مخدره توکو يو پر څلورمه برخه کارونکي په ختیځه اسیا او پسفیک کې میشت دي. یوازې په چین کې تر یوه میلیونه ډیر وګړي مخدره توکي کاروي.
د مخدره توکو له پاره د تقاضا او د هغوی د قیمت له لوړیدو سره سم په لانوس کې د کوکنارو کښت ۶۶ سلنه او په میانمار کې ۱۷ سلنه لوړ شوی دی. تر افغانستان وروسته میانمار په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې که څه هم د میانمار، تایلند، او لانوس هیوادونو مشرانو خبر ورکړی دی چې په ۲۵ زره هکتاره ځمکه کې یې د کوکنارو کښت له منځه وړی دی خو بیا هم له ۲۰۰۶ کال راهیسي په دغو هیوادونو کې د تریاکو تولید دوه برابره لوړ شوی دی.
د برآوردونو له مخې میانمار په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې ۶۹۰ ټنه تریاک تولید کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې دغه اندازه ۶۱۰ ټنه وه. د دغو شمیرو له مخې میانمار د نړۍ لس سلنه تریاک تولیدوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان اوس هم د نړۍ ۹۰ سلنه مخدره توکي تولیدوي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې په میانمار او لانوس کې د تولید شوو مخدره توکو ارزښت ۴۳۱ میلیونه ډالرو ته رسیږي. په دغو هیوادونو کې همداراز د هغو کسانو شمیر هم زیات شوی دی چې د مخدره توکو په تولید بوخت دي. اوس په لانوس کې ۳۸ زره او میانمار کې ۳۰۰ زره کروندګر د مخدره توکو په کښت مصروف دي.
د ملګرو ملتونو په حواله په میانمار کې کروندګر یوازې هغه وخت د تریاکو له کښت څخه لاس اخلي چې د معیشت بدیل ورته ورکړل شي. د دې سازمان په رپوت کې راغلي دي: «پر دې سربیره، د تریاکو کښت په عمومي ډول د امنیت له نه شتون سره تړلې خبر ده. دا خبره د دې ستونزې له پاره د سیاسي او اقتصادي حل لارې ضرورت ښيي.»
میانمار غواړي چې د مخدره توکو د تولید د کمولو له پاره یوه ۱۵ کلنه طرح په لاره واچوي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دې بوټي د کښت په راکومول پیل وکړي. خو د ملګرو ملتونو څیړنې ښيي چې میانمار خپل دې هدف ته نه شي رسیدای.
مسعود جهش (فرانس پرس، رویترز)
کتونکی: نجیب الله زیارمل