1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په جلال آباد کي د ولسي جرگې د غړي پر مېلستون ځانمرگی يرغل

۱۳۹۷ خرداد ۱۸, جمعه

په جلال آباد کې د ولسي جرګې د غړي فریدون مومند پر مېلمستون ډله ایز ځانمرګي بریدونه شوي. خپله مومند د بريد پرمهال په مېلستون کي نه وو.

https://p.dw.com/p/2z88Y
Afghanistan NDS Geheimdienst Sicherheitsbeamter
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/G. Habibi

د ننگرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي ويلي دي چې د جمعې په ورځ سهار وختي د فریدون مومند پر مېلمستون وسله وال او ځانمرگی بريد سوی.

د خوږياڼي په خبره په دغه پېښه کې یو بریدګر، یو ساتونکی، د زبیر په نوم یو عام کس او د هغه ۱۴ کلنه خور وژل شوې ده او پنځه کسان ټپیان دي.

خوږیاڼی وایي، زبیر او خور یې د فریدون مومند د مېلمستون په څنګ کې په خپل کور کې يوه بریدګر هغه مهال وژلي دي، چې له وارخطایۍ دغه کور ته ننوتلی وو.

بریدګر په همدغه کور کې یوه کوچنۍ ماشومه هم ټپي کړې ده.
په دې پېښه کې د پنځو ټپیانو له ډلې څخه دوه د عامه نظم عسکر، دوه ملکیان او یوه ماشومه شامل دي.

د والي ویاند وایي، اوس برید پای ته رسېدلی او امنیتي ځواکونو سیمه تر کنترول لاندې نیولې ده.

د خوږیاڼي د مالوماتو له مخې، فریدون مومند او د کورنۍ غړي يې په دې مېلمستون کې نه ول،خو څو تنه محصلین او د کور خدمتګاران يې هلته میشته دي .دغه مېلستون د  جلال آباد ښار د څلورمي حوزې د څلوېښت متره سړک په سيمه کي دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل هم دویچه ویله ته وويل چې له دغې پېښې يې روغتون ته درې جسدونه او پنځه ټپیان وروړل شوي دي، چې د ټپیانو روغتیایي حالت ښه دی.

د فریدون مومند زوی تیمور مومند دویچه ویله ته وویل، درو بریدګرو یې پر مېلمستون برید کړی، لومړي ځانمرګي په دروازه کې له پولیسو سره نښته کړې، دوه یې ودانۍ ته ننوتي، چې له هغو هم یو د ساتونکو له لوري ویشل شوی.

هغه په خپل دفتر یا مېلمستون کې د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات ور نه کړل.

تر اوسه د دې برید مسئولیت کومې ډلې نه دی اخستی.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند په دې وروستیو کې په خپله ولسوالي ګوشته کې د وسله والو د ځپلو له پاره په خپلې مشرۍ وسلې پورته کړې وې.