1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جعلي اسنادو اروپا ته ناقانونه مهاجرت

۱۳۹۷ تیر ۲۶, سه‌شنبه

په آلمان کې د یوې تازه څیړنې پر اساس ځيني مهاجر په اروپا کې د يو شمېر نورو مهاجرو اسناد په پیسو رانیسي او بیا اروپا ته ناقانونه مهاجرت پرې کوي. څیړنه وايي چې دغه راز پیښې مخ پر ډیریدو دي.

https://p.dw.com/p/31ZiI
Ausweis Aufenthaltsgestattung
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د «بلډ ام زونتاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې د «جعلي شناخت» په نامه د آلمان په فدرالي او ایالتي کچه د یوې پروژې څیړونکو ویلي دي چې اروپا ته د ناقانونه مهاجرت له پاره په اروپا کې د مهاجرو اسناد پلورل کیږي او بیا یې پرمټ اروپا ته ناقانونه مهاجرت کيږي.

د آلمان د فدرالي پولیسو په حواله په ۲۰۱۷م کال کې د یونان په هوايي ډګرونو کې۱۶۸۲ داسې کسان پیژندل شوي چې له مهاجرو څخه د رانیول شوو اسنادو پر مټ یې آلمان او یا هم د غربي اروپا نورو هیوادونو ته د سفر هڅه کوله. په دې شمیر کسانو کې تر ۱۴۰۰ د ډیرو کسانو چې د ټول شمیر ۸۴ سلنه کیږي، اخري هدف آلمان وو.

د پولیسو په حواله د دغه راز جرمونو دقیق شمیر معلومول لا هم ستونزمن کار دی. پولیسو زیاته کړې ده چې دوی داسې شمیرې په لاس کې نه لري چې په مجموعي توګه څومره کسانو له دې لاري آلمان او یا هم نورو غربي هیوادونو ته ناقانونه مهاجرت کړی دی.

د پولیسو په رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې د جعلي اسنادو له لارې د ناقانونه مهاجرت په برخه کې پولیس د اړونده وسایلو او تجهیزاتو له کمښت سره هم مخ دی. بلډ ورځپاڼې د فدرالي پولیسو په حواله همدا راز لیکلي دي چې د آلمان په ناحیو کې د هویت پیژندنې او ویزې د چارو له پاره د سافت ویر او ماشینونو شمیر شاوخوا ۴۰۰ دی او په ټول هیواد کې د داسې ادارو شمیر ۱۱ زره ښوول شوی دی.

د «جعلي شناخت» د پروژې څیړونکو  د آلمان د جرمونو په برخه کې فعالیت کوونکو فدرالي ادارو ته د خپل رپوټ ترڅنګ یو لیک هم استولی دی. د بلډ ورځپاڼې په حواله په دې لیک کې لیکل شوي چې د جعلي اسنادو پر مټ د مهاجرت د مخنیوي له پاره اوسنی حکومتي جوړښت اغیزمن نه دی. په لیک کې د دې کار اصلي دلیل د تخنیکي وسایلو پر کمښت سربیره په اړونده حکومتي ادارو کې د مسلکي کسانو نه شتون په ګوته شوی دی.