1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي په رواني ناروغیو د اخته عسکرو شمیر ثابت پاته دی

۱۳۹۷ بهمن ۸, دوشنبه

د يوې ورځپاڼي د راپور له مخي د جرمني ډاکترانو تيرکال د دغه هيواد په ۲۷۹ عسکرو کي د پوځي ماموريت له کبله رواني ناروغي تشخيص کړې ده.

https://p.dw.com/p/3CJ2h
Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J.Hildenbrand

د جرمني د «نويه اوسنابروک» په نوم ورځپاڼي د دغه هيواد د پوځ د طبی خدماتو په حواله ليکلي دي چې د ۲۷۴ رواني ناروغانو د دوسیو رکارد ته په کتو سره ډاکترانو په عسکرو کي د پوځي ماموريت له کبله د نویو رواني ناروغانو شمیر په  ۲۰۱۸م کال کې کابو هومره تشخیص کړی چې په ۲۰۱۷ م کال کي يې کړی وو.

د دغو معلوماتو له مخي په ۲۰۱۸م کال کي په ۱۸۲عسکرو کې د ماموريت له کبله د «Posttraumatic stress» ناروغي نوې تشخيص سوې ده.«Posttraumatic stress» په طبابت کي هغي يوې رواني ناروغۍ ته وايي چي یو شخص له یوې سختي پیښي لکه جنسي تیري، جگړې یا ترافیکي ټکر سره رواني ضربه لیدلې وي او بیا وروسته رواني اختلال ورته پیدا شي.

ورځپاڼي ليکلي دي چي د دغه شان عسکرو شمېر ښايي ډير وي، ځکه چي دغه شمېرې يوازي هغه دي چي د جرمني د پوځ په روغتیايي تاسیساتو کې تر درملنې لاندي نیول سوي دي.

په افغانستان کي د ناټو په مشرتوب ايساف ماموريت د ۲۰۱۴م کال په ډسمبر مياشت کي پای ته ورسېد. په دغه ماموريت کي د جرمني په زرونو عسکرو ونډه لرله.

د ورځپاڼي د راپور له مخي د جرمني د دفاع وزارت ويلي دي چي په دغو ناروغيو د اخته عسکرو شمېر ځکه ثابت پاته دی چي د دغو ناروغيو علايم اکثره د وخت په تيرېدو سره رابرسيره کيږي او ډيرو عسکرو کلونه وروسته ډاکتر ته مراجعه کړې ده.