په جرمني کي د مهاجرو ضد سياست پر وړاندي مظاهرې
۱۳۹۷ مرداد ۱, دوشنبهد جرمني په مونشن ښار کي په زرونو انسانان سړکانو ته راووتل او په ټولنه کي ئې ښی اړخيتوب ته د ليوالتيا او سياست پرضد مظاهره وکړه. تر ۱۵۰ زياتو سازمانونو خلک رابللي ول، څو په گډه د «بيري سياست» پرضد مظاهره وکړي.
پوليسو په مظاهره کي د گډونوالو شمېر ۲۵ زره ياد کړی دئ.
مظاهره کوونکو ويل چي سياسي گوندونه په ځانگړې توگه د جرمني مسيحي سوسيال گوند (CSU) يو «غير ديموکراتيک او د بشري حقونو خلاف» او له «پوپوليستانو» سره همږغی سياست غوره کړی دئ.
په دې مظاهره کي د جرمني د مسيحي سوسيال گوند سياستوال، لکه د دې گوند مشر او د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر، د بايرن ايالت وزير مارکوس زودر او د جرمني په مرکزي پارلمان کي د ياد گوند استازی الکساندر دوبرينت په غير مسئولانه سياست تورن سول.
د مونشن ښار د پوليسو يوه وياند وويل چي مظاهره سوله ايزه پای ته ورسېده. د مظاهرې رابللو سازمانونو هم ويلي دي چي د تيز باران سره سره مظاهره ډيره ښه ختمه سوه.
د مسيحي سوسيال گوند غبرگون
د جرمني مسيحي سوسيال گوند چي په مهاجرو ضد سياست معروف دی، دغي مظاهرې ته ژر غبرگون و ښود. دغه گوند پخپله فيسبوک پاڼه کي ليکلي دي چي بايرن به د دغه شان حرکتونو تر اغېزې لاندي را نه سي.
د مسيحي سوسيال گوند مشر هورست زيهوفر يوه مياشت مخکي اعلان وکړ چي که د مهاجرو په منلو کي د اروپا نور هيوادونه ليوالتيا و نه ښيي د جرمني جنوبي سرحدونه به د مهاجرو پر مخ وتړي.
د جرمني مسيحي سوسيال او مسيحي ديموکرات گوندونه «ورونه گوندونه» بلل کيږي. مسيحي سوسيال گوند يوازي د جرمني په بايرن ايالت کي فعال دی. دغو دواړو گوندونو له سوسيال ديموکراتانو سره د جرمني ائتلافي حکومت جوړ کړی دئ.
زموږ له ارشيف څخه: