1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کې د هاګیبیس توپان تلفات لوړ شوي

۱۳۹۸ مهر ۲۱, یکشنبه

په جاپان کې په تیرو لسیزو کې د تر ټولو شدید توپان په پایله کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او تر ۱۴۰ ډير ټپیان شوي دي. د جاپان د دولتي تلویزون د رپوټ پر بنسټ ۱۶ تنه نور بیا لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/3RCYf
BdTD l Japan Taifun Hagibis - Überschwemmungen
انځور: Reuters/Kyodo

حتی هغه بيړۍ چې د جاپان د پلازمېنې توکیو په بندر کې یي لنګر اچولی وو هم له توپانه نه دي بچ پاتې شوي. د توکیو په خلیج کې د پاناما د یوې بار وړونکي کښتۍ د ډوبیدو له امله د دغې کښتۍ د عملې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور یي لادرکه دي.

جاپاني ادارو په مجموع کې د ځمکې ښویدنې ۴۸ پيښې ثبت کړي دي. د یوه حکومتي ویاند په حواله د شاوخوا ۳۷۶ زره کورونو بریښنا قطع شوې او د ۱۴۰۰۰ کورونو د اوبو رسونې سیستم فلج شوی.

د جاپان په ختیځ او شمال ختیځ کې ۴،۴ میلیونه انسانانو ته د خپلو کورونو د پریښودو سپارښتنه شوې ده. د کاواساکي ښار تر ټولو ډیر اغیزمن شوی دی. هلته باید ۹۱۰ زره کسان امنو ځایونو ته انتقال شوي وای.

Japan Unwetter l Taifun Hagibis
په توکیو کې د سیلابونو د ویرې ۸۰۰۰۰ زره کسانو په بیړنیو سرپناو کې شپه تیره کړه.انځور: picture-alliance/dpa/Kyodo/MAXPPP

په توکیو کې د سیلابونو د ویرې ۸۰۰۰۰ زره کسانو په بیړنیو سرپناو کې شپه تیره کړه. ترافیک هم له توپانه اغیزمن شوی دی. د یکشنبې د ورځې شاوخوا ۸۰۰ پروازونه لغوه شوي دي. تر دې یوه ورځ مخکې هم ۱۶۰۰۰ پروازونه لغوه شوي وو. همدارنګه په توکیو کې د ریل ګاډو د سفرونو یوه لویه برخه هم درول شوې ده.

پوځ د ژغورونکي عملې د مرستندویانو د همکارۍ له پاره ۲۷۰۰۰ سرتیري د دغه هیواد اغیزمنو شویو سیمو ته استولي دي. د چورلکو او بادي کیشتیو سره خلک د دوی له کورونو څخه ژغورل کیږي.

د یکشنبې په سهار وختي چارواکو د لومړي ځل له پاره د خطر د لیري کیدو خبر وکړ. همدارنګه په پلازمېنه توکیو کې د توپان په پایله کې د ریشتر په مقیاس تر ۵،۷ درجې زلزلې وروسته، وضعیت د یکشنبې په ورځ بیرته عادي حالت راګرځیدلی دی.

cgn/ml (dpa, rtr)/sn/aa