په تیروتنې یا قصدي ډول؛ د مسافر لیږدونکو الوتکو د رانسکوریدو تاریخچه
د سپاه پاسداران د توغندیو دفاعي سیستم په وسیله په «غیرعمدي توګه» د مسافر وړونکې الوتکې د را نسکوریدو په پیښه کې ۱۷۶ تنه ووژل شول. دا لومړی ځل نه دی چې یوه مسافر وړونکې الوتکه د نظامي یا یاغي ځواکونو له خوا په نښه کیږي.
د ۲۰۱۴م کال جولای
بوئینګ ۷۷۷ ډوله مالیزیایي الوتکه په داسې حال کې چې له امستردام څخه د کوالالمپور پر لور روانه وه د اوکراین په سویل ختیځ کې په توغندي وویشتل شوه. د MH17 پرواز ټول مسافر ووژل شول. نړیوال تحقیقات وایي چې توغندې د یوې روسۍ الوتکې وو. اوکراین ادعا کوي چې الوتکه د جدایي غوښتونکو د توغندي په وسیله هدف ګرځول شوی ده. دې قضیي ته د رسیدګي محاکمه به د روان کال په مارچ میاشت کې په هالند هیواد کې پیل شي.
د ۲۰۰۱ اکتوبر
د یوه توغندي د لګیدو له امله یوه تروپولوف ۱۵۴ ډوله الوتکه له تور سمندر څخه د ۱۱ کیلومترو په ارتفاع کې په داسې حال کې چې اوکرايني پوځ د کریمیا په ټاپو کې پر نظامي تمریناتو مشغول وو، را نسکوره شوه. په الوتکه کې سپاره ټول ۷۸ کسان ووژل شول. (په انځور کې: په تور سمندر کې د را نسکورې شوې الوتکې ټوټې)
د ۱۹۹۸ کال اکتوبر
توتسي یاغیانو د کانګو جمهوریت په فضایي قلمرو کې د «کانګو ایرویز» شرکت ۷۲۷ ډوله بوئینګ الوتکه را نسکوره کړه. په دې الوتکې ټولو ۴۱ سپرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. (په انځور کې توتسي یاغیان لیدل کیږي.)
د ۱۹۹۳م کال سپټمبر
د ګرجستان یوه مسافر وړونکې الوتکه د هوایي ډګر ځغاستلیکې ته نږدې د توغندیو دفاعي سیستم په وسیله وویشتل شوه. په دې الوتکه کې له ۱۳۲ تنو سپرو څخه یوازې ۲۴ تنه یي ژوندي پاتې شول. له دې پيښې یوه ورځ مخکې یاغیانو د تورې بحیرې دپاسه یوه الوتکه چې ۲۷ کسان په کې وژل شوي وو، را نسکوره کړې وه.
د ۱۹۸۸م کال په جون مياشت
د ایران ایر ۶۷۷ پرواز له تهران څخه د دوبۍ په هدف روان وو چې د فارس خلیج په فضاء کې د امریکا د یو اس اس وینسنس جنګي بیړۍ څخه په توغندي وویشتل شوه. په الوتکه کې ټولو ۲۹۰ تنو سپرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. امریکا اعلان وکړ چې پر نوموړۍ مسافر لیږدونکې الوتکه یي د جنګې الوتکې خیال کړی وو او په تیروتنې سره یي هدف ګرځولې ده.
د ۱۹۸۳م کال سپټمبر
د سویلي کوریا یو ۷۴۷ بوئینګ الوتکه په دې دلیل چې په هغه وخت کې پخواني شوروي اتحاد پر خپل حریم تجاوز وباله، د یوې جټ الوتکې په وسیله د جاپان سمندر د پاسه را نسکوره کړای شوه. په الوتکه کې ټولو ۲۶۹ سپرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۱۹۸۰ م کال د جون میاشت
د ایټالیي اړوند د مک دانل داګلاس ډي سي-۹ الوتکه د سیسیل په شمال سمندر کې را نسکوره شوه. د الوتکې ټولو ۸۱ سپرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په هغه وخت کې د ناټو له خوا تمرينونه ترسره کیدل. ایټالیوي چارواکو په پیل کې دا یوه حادثه وبلله، خو وروسته بیا د ایټالیا په سویل کې د جنګي الوتکې ټوټې وموندل شوې. اټکل کیږي چې دا الوتکه د فرانسې، لیبیا او امریکایي جيټانو د پوځي تمریتانو په جریان کې په راکیټ لګیدلی وي.