1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۲۵ تازه پیښې ثبت شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ټولو ۳۶۱ اخیستل شویو نمونو څخه ۱۲۵ یې مثبتې تشخیص شوي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه موده کې یو کس د کرونا له کبله مړ شوی او اته تنه بیا بیرته روغ شوي.

https://p.dw.com/p/3bVLD
Corona-Virus in Kandahar Afghanistan
انځور: DW/M. Ibrahim

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۲۸مه نیټه) وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۶۱ مشکونو سمپلونو یا نمونو له ډلې څخه ۱۲۵ یې مثبتې تشخیص شوي دي او په دې توګه په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۱۸۲۸ ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید الله مایار، په پلازمینه کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې په دې موده کې د کرونا ویروس له کبله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او اته تنه نور بیا له دې ناروغۍ بیرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند ښاغلي مایار همدا راز وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات له روغتون څخه ااته تنه روغ شوي ناروغان تر درملنې وروسته رخصت شوي دي او زیاتوي چې په دې توګه په هیواد کې د رغیدونکو کسانو شمیر ۲۲۸ تنو ته ورسید.  مایار همدا راز وویل چې په دغه موده کې په کندهار ولایت کې یوې میرمنې د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په دې توګه د کرونا له کبله د مړو شمیر ۵۸ تنو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې یې د کرونا وبا د خپریدو راهیسې د کرونا ویروس د تشخیص په موخه له ۹۰۰۰ څخه ډیر ټیسټونه کړي دي. دغه وزارت د کرونا وبا د لا ډیرې خپریدو د مخینوي له پاره یو ځل بیا پر افغانانو د طبي لارښونو د عملي کولو او د تجمعاتو د مخنیوي غږ وکړ. د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د کرونا وبا د خپریدو د مخنيوي له پاره د پلازمینې کابل په ګډون یو شمیر ولایتونه قرنطین کړي دي.