په توکیو کي د نړۍ تر ټولو ستر د کبانو مارکیټ پرانيستل کيږي
۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبهد جاپان ملیوني ښار توکيو اوس د ماهیانو یو نوی او ښایسته مارکيټ لري، چي د تویسو- Toyosu په مصنوعي جزیره کي همدا نن پرانيستل کیږي.
هغه چي په ۴۰ هکټاره مځکه کي جوړ دی، تر پخواني چوکیجي مارکيټ ۷۰ واره غټ دی. ددغي عصري مجمع په درو منزلو کي دوکانونه او رستورانتونه هم موجود دي. په هغه کي د سيلانيانو او تماشاچیانو له پاره د مشاهده کولو او لیدلو شیان هم سته. له هغې جملې څخه په لوړ منزل کي تماشاچیان کولای سي د هندارو شاته د تون ماهیانو د لیلامولو او مزایده کولو سیل وکړي، کوم چي د زرونو یورو په بیې سره له یوه لاسه بل ته لویږي.
د نن ورځي تر ټولو لوړه بیه یو ۲۱۴ کیلوگرامه دروند تون کب لري چي په ۴،۲۸ ميلیونه جاپاني یېن یا تقریبأ ۳۳۰۰۰ یورو خرڅلاو ته وړاندي سوی دی.
دغه مارکيټ اصلاً د هغه د زاړه چوکیجي مارکيټ پرځای چي نور ډیر زوړ وو او د توکیو په زاړه بازار کي یې موقعیت درلودی، پسله دوو کلونو څخه د تماشاچیانو پرمخ پرانيستل کيږي.
هغه مارکيټ چي پکښې له ځینو کیمیاوي موادو څخه د رامنځته کیدونکي سرطان د خطر او زړښت په سبب باید تړل سوی وای، اوس د ښار له منځه یوې مصنوعي جزیرې ته انتقال سوی دی.
دغه مارکيټ ته چي ډیر سيلانيان ورتلل، اوس یې مالک هیله مند دی چي د نوی او عصري مارکيټ په جوړولو سره هم هغه ته سيلانيان ورجذب سي.
دغه مارکيټ به نن او سبا د سوداگرو او دولتي مامورینو او د شنبې ورځي څخه به بیاد عامو خلگو پر مخ خلاص وي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 17.06.2017)