1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې یو ځل بیا لاریونونه تر سره شول

DW (AFP, Reuters)/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۱۹, یکشنبه

د ترکیې پولیسو یو ځل بیا د زرګونو احتجاج کوونکو پر وړاندې له اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی او د حکومت له لوري د احتجاجونو ختمولو د غوښتنې څخه یې دفاع کړې ده.

https://p.dw.com/p/18mNj
انځور: picture-alliance/dpa

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون اتمه) د حکومت ضد په لسګونو زره احتجاج کوونکي په ترکیه کې سړکونو ته راوتلي ول. هغوی په دغه عمل سره د ترکیې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په عاجله توګه د لاریونونو د ختمولو غوښتنې ته ځواب وښود. په تر کیه کې د تیرو نهو ورځو څخه احتجاجونه دوام لري.

د ترکیې په پلازمینه انقره کې پولیسو د شاوخوا ۵۰۰۰ لاریون کوونکو د خورولو له پاره پر مظاهره کوونکو اوبه وشیندلې او له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست. لاریون کوونکو د کیزیلې په څلور لارې کې احتجاج کاوه او سړکونه یې بند کړي ول.

په عین وخت کې د استانبول د تقسیم په میدان کې د بیشکتاش، ګالاتاسارایې او فنرباغچه د فوټبال د رقیبو کلبونو په زرګونو مینه وال د لاریون کوونکو سره یو ځای شوي ول.

د تقسیم میدان د ټول هیواد په کچه د لاریونونو د پیلیدو مرکز دی. په دغه لاریونونو کې تر اوسه درې تنه وژل شوي دي او په زرګونو نور بیا ټپیان شوي دي. پولیس اوس له دغه ځای څخه لیرې شوي دي.

د احتجاجونو لړۍ د تیرې جمعې په ورځ هغه وخت پیل شوه، کله چې پولیسو د فعالینو په یوه کمپ باندې هجوم وروړ. دغه فعالینو د استانبول په یوه سمسوره سیمه کې د یوې تعمیراتي پروژې د جوړیدو پر ضد احتجاج کاوه. د پولیسو د سخت غبرګون په ترڅ کې د حکومت پر ضد په لسګونو زره احتجاج کوونکي سړکونو ته راوتل او په ټول هیواد کې د احتجاجونو لمن پراخه شوه.

اردوغان او د هغه د عدالت او پرمختګ په نوم واکمن ګوند (AKP) باندې د مطلق العنانه طرز سیاست او د محافظه پاله اسلامي ارزښتونو د پلي کولو د هڅې تور پورې کیږي.

ټاکنې به په خپل وخت تر سره شي

د لومړي وزیر او (AKP) د ګوند د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د خبرو اترو وروسته مرستیال لومړي وزیر حسین چلیک دغه ګونګوسي رد کړلې چې ګواکې لومړی وزیر به ښایي د لاریونو له امله تر وخت د مخه د ټاکنو د تر سره کولو ته اړ شي.

مرستیال لومړي وزیر په استانبول کې خبریالانو ته وویل چې اوسنی بهیر د حکومت تر کنترول لاندې دی او بیرته عادي حالت ته د راستنیدو په حال کی دی. هغه زیاته کړه چې پر سړکونو د خلکو د مارشونو له امله به ټاکنې تر سره نه شي. هغه پر دې خبره ټینګار وکړ چې محلي او ولسمشریزي ټاکنې به له پلان سره سم په ۲۰۱۴م کال کې تر سره شي او تر هغې یو کال وروسته به عمومي ټاکنې په لار واچول شي.

په عین وخت کې د AKP ګوند د جون د میاشتې پر پنځلسمه نیټه، په پلازمینه انقره کې د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د خپلې لومړنۍ غونډې د تر سره کیدو اعلان کړی دی.

نړیوالې انديښنې

نړیواله ټولنه د ترکیي پولیس د احتجاج کوونکو پر وړاندې له حد څخه د زیات تشدد په ښوولو تورنوي. د شنبې په ورځ د آلمان په پلازمینه برلین کې هم په زرګونو ترکان سړکونو ته رواتلي ول.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله د «ویلټ ام زونټاګ» په نوم له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د اردوغان څخه د ترینګلتیا د راکمیدو غوښتنه کړې ده.