1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې زلزلې درانه تلفات اړولي

۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبه

د ترکیې په ایلازیک ولایت کې تر یوې شدیدې زلزلې وروسته د ژغورنې او پلټنې ټیمونه ګمارل شوي دي. د چارواکو په وینا زلزلې تر اوسه پورې ۲۰ کسان وژلي، سلګونه ټپیان دي او شاوخوا ۳۰ تنه بیا د نړیدلو کورنو لاندې بند پاتې دي.

https://p.dw.com/p/3Wndx
Türkei Erdbeben in Elazig
انځور: Reuters/A. Kayar

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۲۴مه نیټه) د ریشتر په کچه ۶،۸ درې شدیدې زلزلې د ترکیې شرقي سیمې ولړزولې چې په پایله کې یې د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډیر بیا ټپیان دي. د ترکي چارواکو په خبره د زلزلې مرکز د ترکیې د ایلازیک ولایت اړوند په سیوریسه ښار ته نیږدې تر ځمکې ۶ اعشاریه ۷ کیلومتره لاندې وو. دغه سیمه د ترکیې د پلازمینې آنقرې په ۷۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي چې د زلزلې سیمې ته د پلټنې او ژغورنې ډلې لیږل شوي دي او دا چې د ترکیې پوځ هم د مرستې له پاره د چمتووالي په حال کې دی. د ژغورنې ډلو د شپې پر مهال په سړه هوا کې د ژغورنې عملیات ترسره کړي او له نړیدلو کورنو څخه یې شاوخوا ۳۰ تنه ژغورلي دي.

د ترکیې د طبیعي پیښو د ادارې په حواله، په ایلازیک کې یادې زلزلې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژلي او څلور تنه نور بیا دغه ښار ته نیږدې د ملاتیا په سیمه کې وژل شوي دي. یادې ادارې ویلي چې په دغه سیمه کې شاوخوا ۹۲۰ تنه اوسمهال په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د ایلازیک یوې ۴۷ کلنې اوسیدونکې میلاحد چان، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «ډیره وحشتناکه وه، ټول شیان پر موږ را وغورځیدل. موږ ژر بیرون ووتلو. موږ به راتلونکې څو ورځې له ښاره لیرې زموږ په یوه بل کور کې تیرې کړو.»

د ترکیې د طبیعي پیښو پر ضد د مبارزې د ادارې په حواله د زلزلې په پایله کې شاوخوا پنځه لوړې ودانۍ نړیدلې دي او اټکل کوي چې شاوخوا ۳۰ تنه به د نړیدلو ودانیو لاندې بند پاتې وي.

Türkei Erdbeben in Elazig
انځور: Reuters/A. Kayar

بل لوري ته د ایران او سوریې دولتي رسنیو هم په یادو هیوادونو کې د زلزلې د ټکانونو خبر ورکړی دی. په بیروت کې هم محلي رسنیو د زلزلې د ټکانونو خبر ورکړی دی.

په ترکیه کې وخت نا وخت شدیدې زلزلې کیږي. په ۱۹۹۹م کال کې د ترکیې په ازمیت ښار کې یوې ۷،۶ زلزې زرګونه کسان وژلي وو او زرګونه نور یې بیا بې ځایه کړې وو. په ۲۰۱۱م کال کې د ترکیې په شرقي وان ښار کې یوې بلې زلزې بیا له ۵۰۰ ډیر کسان وژلي وو.