1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

په ترکیه کي د شکمنو کسان د نیولو تازه څپه

۱۳۹۸ تیر ۱۱, سه‌شنبه

کابو درې کاله مخکې په ترکیه کې د یوې پوځې کودتا تر هڅې وروسته له ۷۷۰۰۰ زیات کسان نیول شوي دي. او هره اوونۍ په دغه شمیر کې زیاتوالی راځي. اوس یو ځل بیا د یو شمیر شکمنو کسانو د نیولو امر صادر شوی دی.

https://p.dw.com/p/3LSbv
Türkei Jahrestag Putschversuch
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Gurel

په استانبول، ایزمیر او قونیه کې څارنوالۍ د ۱۳۷ کسانو د نیولو امر کړی دی، چې ویل کیږي د اسلامپاله موعظ فتح الله ګولن، له منع شوي غورځنګ سره تړاو لري. دغه خبر د ترکیې دولتي خبري آژانس آناتولو ورکړی دی. انقره پر دغه غورځنګ تور پورې کوي چې په دولتي خدماتو کې یې نفوذ کړی او د کودتا د هڅې تر شا لاس لري.

د آناتولو خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکیې په لویدیځ ایزمیر او همداشان په مرکزي سیمه قونیه کې د ۴۰ عسکرو لټون کیده چې یوه برخه یې په تیر وخت کې له دندو ګوښه شوې دي. د استانبول څارنوالۍ په حواله هم د ۴۰ عسکرو لټون کیږي. زیاته شوې ده چې د سیمې په وخت تر ماسپښين دمخه ۶۱ کسان نیول شوي دي چې لټون یې کیده.

هره اوونۍ د نویو کسانو نیول کیدل

د ۲۰۱۶م کال د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته اوس هم هره اوونۍ د ګولن د غورځنګ شکمن کسان نیول کیږي. تیره میاشت په ځانګړې توګه له پوځ سره تړاو لرونکي کسان نیول شوي، چې پرې شک کیږي چې د ګولن غورځنګ له پخوانیو کدرونو سره یې تیلفوني اړیکې لرلې. منتقدین د نیولو دغه لړۍ خپلسري بولي او خبرداری ورکوي چې د شکمنو کسانو حقونو ته درناوی نه کیږي.

sr/ms (afp, rtre)