1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تخار کې وژنې او اختطافونه څوک کوي؟

۱۳۹۸ فروردین ۱۷, شنبه

د تخار ولایت اوسیدونکي له نامسئوله وسله والو سرټکوي. دوی وايي اختطاف، وژني او په رڼا ورځ د خلکو لوټ روان دی.

https://p.dw.com/p/3GKGp
Afghanistan Tachar-Provinz Bombenanschlag bei Wahlkampfveranstaltung
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/N. Sadeq

په تخار کې د وروستيو جنايي قضيو په ډله کې يوه هم د مرکز تالقانو ښار د يوه ۲۵ کلن ځوان فهيم فرخاري د اختطاف قضيه ده. د تخار د ولايتي شورا غړی عصمت قربان چې د فرخاري له کورنۍ سره د هغه قضيه تعقيبوي وايي: «نن شاوخوا دوې میاشتې او لس ورځې شوې چې فهيم فرخاري د تالقانو ښار له يو تر ټولو امن ځاي څخه اختطاف شوی، خو تر اوسه موږ د هغه د ژوند او مړينې په اړه هيڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.»

د فهيم فرخاري ورور صفي الله حقجو وايي: «په غيب باندې خدای پوهيږي خو کوم معلومات چې ما تر لاسه کړي دي دغه هلک يې شهيد کړی دی، خو بيا هم ځان ته تسلي ورکوم چې خدای دې دغه خبره دروغ کړي.» حقجو وايي چې ورور يې تازه د ادبياتو له پوهنځي څخه فارغ شوی وو او له چا سره يې کوم شخصي خصومت نه درلود. دی وايي چې ورور يې يو باجرائته ځوان وو، له ځايي زوراکانو څخه يې ويره نه درلوده او تل به يې د عدالت غوښتنې غږ پورته کاوه. دی په دې بارو دی چې د اختطاف يوازنی لامل همدا شی دی.

د ولايتي شورا غړی عصمت قربان هم په دې باورد دی چې تښتونکو فهيم فرخاري وژلی دی. هغه وايي که چيري هغه ژوندی وی نو په دومره موده کې يې هرومرو څرګ لګيده.

Entführungen in Takhar
فهيم فرخاريانځور: Privat

قربان په دې برخه کې د تخار پر سیمه ايزو چارواکو تور لګوي چې د دوي غږ نه اوري او څنګه چې لازم ده دوسيه نه څاري. هغه ويل له همدې امله کابل ته راغلي تر څو يې دلته چارواکي غږ واوري. ښاغلي قربان زياته کړه چې د اپريل پر ۴مه يې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائيه رئيس داکتر عبدالله عبدالله سره وليدل چې د هغه له خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

د ولایتي شورا غړی وايي دوی د اختطاف په تړاو د پټو او ښکاره شواهدو پر اساس حکومت ته خپل عرضونه وړاندې کړي خو وايي چې د تخار ولايت سيمه ايز چارواکي په قضيه کې مصلحت کوي. دی وايي: « دوی [سيمه ايز چارواکي] د تحقيقاتو او څيړنو د ترسره کولو له پاره ډير صلاحیت نه لري.»

ناپيژاندو وسلوالو د روان ميلادي کال د فبرورۍ مياشتې په لومړيو کې په تالقانو ښار کې دوه خبريالان په خپل دفتر کې ووژل. شفيق آريا او رحيم الله د همصدا په نوم له يوې سيمه ايزې راډيو سره کار کاوه. د همصدا راډيو مشرې سمين حسيني دويچه ويله ته وويل چې دغه پيښه د فبرورۍ مياشتې پر ۵مه، د مازديګر او ماښام تر منځ د پنځو او شپږو بجو ترمنځ رامنځ ته شوه. ميرمين حسيني وايي:«دوه وسلوال چې يو يې تومانچه او بل يې کلاشينکوف درلود دفتر دننه... بلاخره دواړه وژني او ځي.» حسيني وايي چې دغه مسلح افراد په دې پلمه چې يو اعلان يې راډيو ته د خپرولو له پاره راوړی، د راډيو دفتر ته دننه شوي ول.

د تالقان ښار يو تن اوسيدونکی چې نه غواړې نوم يې واخيستل شي د همصدا راډيو د دوو کارکونکو، شفيق آريا او رحيم الله د وژنې لامل کورني تاوتريخوالي بولي. دی دا هم وايي چې په دغې قضيه کې اصلي هدف شفيق آريا وو، او ملګری يې رحيم الله قربانی شوی دی. دی وايي د دغو قتلونو په تور نيول شوی کس یو حرفوي قاتل دی چې تر دې مخکې يې هم د پيسو په بدل کې قتلونه کړي دي. داسې هم ويل کيږي چې د قتل اصلي طراح چې پوليس يې په لټه کې دي له سيمې تښتيدلی دی.

Afghanistan Kunduz Polizei kontrolliert Auto
«امنيتي ځواکونه خپلې هڅې کوي خو غله، غير مسئول وسله وال او د امنيت اخلالونکي له پوليسو يو ګام مخ ته دي»انځور: picture-alliance/ZUMA Press/A.Kakar

د تخار ولايت اوسیدونکي وايي چې د دغو قضيو تر شا د ځواکمنو سيمه ايزو مشرانو لاسونه دي او دغه مشران د تخار پر سيمه ايزو چارواکو بشپړ برلاسه دي. د تخار اوسيدونکي له همدې امله نه غواړي په خطرناکو پيښو کې ډير جزئيات ورکړي. 

د وژنو او اختطافونو تر څنګ بله ننګونه چې د تخار ولایت په ځانګړي توګه د تالقانو ښاريان ورڅخه شکايت کوي وسله وال غله دي. د تالقان ښار اوسیدونکی جمشيد وايي وسله وال غله د ورځې له لارو په سر له خلکو موبايلونه او پيسې لوټوي او په ځينو حالاتو کې شپې د خلکو په کورونو وراړوي. دی وايي: «ترڅنګ د دې چې امنيتي ځواکونه د تخار په امنيت کې کار کوي، خو غله، غير مسئول وسله وال او د امنيت اخلالونکي له پوليسو يو ګام مخ ته دي.» جمشيد زياتوي: «ځينې وخت داسې هم شوي چې غلو له يو چا موبايل اخيستي خو د موبايل خاوند له ځانه مقاومت ښودلی چې په پایله کې غلو هغه په چړې يا تومانچې ټپي کړی دی.»

د تخار د ولايت مقام وياند محمد جواد هجري هم په دغه ولايت کې د غير مسئولو وسله والو شتون مني خو دی وايي چې دغه افراد په دې حد کې نه دي چې خلکو ته ډيرې ستونزې جوړې او يا د دغه ولايت امنیت ته ګواښ شي. دی وايي: «دوی جرائت هم نه لري چې په رڼا ورځ راشي او خلکو ته ستونزې جوړې کړي.»

هجري د فهيم فرخاري او نورو جرمي قضيو ته هم اشاره کوي او وايي چې د تخار سيمه يزه ادارې د قانون په رڼا کې دغو ټولو دوسيو ته رسيدګي کوي: «د فهيم جان فرخاري قضيې په اړه د ولايت مقام او امنيتي ادارې هيڅ وخت بې تفاوته نه دې پاتې شوې، پر هر چا چې دوي [د فهيم فرخاري کورنۍ] ادعا کړې ده، زموږ امنيتي او کشفي ځواکونو يې په اړه خپل تحقيقات کړي، موږ همدا اوس د هغوی پر دوسيې کار کوو.»