1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تبعید کې سعودي سیاستوالو د اپوزیسیون ګوند اعلان کړ

۱۳۹۹ مهر ۳, پنجشنبه

په تبعید کې د سعودي عربستان سیاستوالو او د حکومت انتقاد کونکو په هیواد کې پر سیاسي اصلاحاتو د ټینګار په خاطر د اپوزیسیون ګوند د جوړولو اعلان وکړ. اپوزیسیون په هیواد کې ړ سوله ایز بدلون یادونه کړې.

https://p.dw.com/p/3ivv1
Saudi Arabien Wandbild König Salman bin Abdulaziz  Prinz Mohammed bin Salman
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د سعودي عربستان پادشاه سلمان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د ایران پر وړاندې د خپل سخت دریځ په څرګندولو سره وویل چې سعودې عربستان به د دغه هیواد پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.

د ملک سلمان له دې وینا یوازې څو ساعته وروسته په تبعید کې د دغه هیواد د سیاسي مشرانو یوې ډلې د اپوزیسیون د جوړولو اعلان وکړ. د سعودي عربستان اړوند داسې ډیری سیاستوال د بریتانیا، امریکا او کاناډا په څیر هیوادونو کې ژوند کوي.

د دې ګوند مشري په لندن کې د بشري حقونو فعال یحیا عصیري کوي. د عصیري په خبره د سیاسي ګوند د جوړولو هدف یې «په سعودي عربستان کې د جمهوري طرز حکومت رامنځته کول دي.»

د اپوزیسیون نوي ګوند «ملي شورا ګوند» یا این اې اې اس، په دې ارتباط په خپله یوه بیانیه کې ویلي دي چې »حکومت په پر له پسې ډول له تاوتریخوالي او سرکوبه کار اخلي چې په ترڅ کې یې ډیر شمیر سیاستوال نیول شوي او ترور شوي.«

عصیري د سعودي عربستان د هوایې ځواکونو پخوانی افسر دی. هغه وایي چې د اپوزیسیون ګوند په داسې یو «نازک وخت کې رامنځته کیږي چې د هیواد ژغورلو هڅه کوي».

د اپوزیسیون ګوند د رامنځته کیدو او د دې ګوند له خوا د خپرو شویو بیانیو په اړه تر اوسه پورې د سعودي حکومت له خوا هیڅ ډول غبرګونه نه دی ښودلی شوی.

په بریتانیا کې د تعلیمي سکتور پورې اړوند مشهور شخصیت مدوي الرشید د دې ګوند ویاند دی. هغه وایي چې د سیاسي ګوند جوړونکي کسان د سعودي له واکمنې کورنۍ سره هیڅ ډول شخصي بغض او دښمني نه لري. نوموړي وویل چې د دې ګوند د جوړیدو وخت د دې له پاره ډیر مهم دی «ځکه چې د ظلم او تشدد په چاپيریال کې د کمښت راتلو پر ځای پرله پسې ډول زیاتوالی راځي.»

د سعوي حکومت تر اوسه پورې د اپوزیسیون ګوند د جوړیدو او د دغه ګوند له خوا د خپرو شویو بیانیو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې تر دې سعودي عربستان دا خبره په وار وار رد کړې ده چې د دغه هیواد رهبري د انتقاد کونکو او مخالفینو د آواز خفه کولو له پاره د ظلم او جبر لاره خپلوي.

سعوي عربستان په راتلونکي نومبر کې د جي ۲۰ کنفرانس د دایریدلو له پاره په تیاریانو بوخت دی، خو د اومه تیلو په عاید کې د شدید کمي له امله له اقتصادي رکود سره مخامخ دی. د سیاسي شنونکو په باور په داسې یو وضعیت کې د اپوزیسیون ګوند اعلان، یوه نوې او سخته ننګونه ده.

شاه سلمان د ټولو دودونو په ماتولو سره په ۲۰۱۷م کال کې خپل زوی محمد بن سلمان خپل ولیعهد وټاکه. له هغه وخت راهیسې په نړیواله کچه د سعوي عربستان پر ضد د شدیدو انتقادونو لړۍ روانه ده.

په ۲۰۱۸م کال کې په استانبول کې د سعوي په قونسلګرۍ کې د محمد بن سلمان او سعودي حکومت د انتقاد کونکي خبریال جمال خاشقجي تر قتل وروسته محمد بن سلمان او د حکومت سیاست یې ډیر سخت اغیزمن شوی دی.

که څه هم د سعودي حکومت چارواکي د جمال خاشقجي په قتل کې د محمد بن سلمان له لاس درلودلو څخه انکار کوي، خو په دې وروستیو کې یوې محکمې په دې ارتباط ۸ تنه هر یو یې په ۲۰ کاله بند محکوم کړي دي. محمد بن سلمان د یو شمیر ټولنیزو اصلاحاتو اعلان هم کړی دی، په کوم کې چې ښځو ته د موټر چلونې د اجازې ورکول هم شامل دي.

خو مخالفین یې وایي چې محمد بن سلمان د مخالفینو او انتقاد کونکو پر تعقیبولو مصروف دی. د اپوزیسیون ګوند په حواله محمد بن سلمان د بشري حقونو ډیر شمیر فعالان، مذهبي مشران، علماء او کارپوهان په غیر قانوني توګه حبس کې ساتلي دي چې د ده مخالفین دي.

دویچه ویله: ش.ن/ س.ر