په بیلاروس کې د دویچه ویله خبریال نیول شوی دی
۱۳۹۷ مرداد ۱۸, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د اګست میاشتې اتمه نیټه» د بیلاروس یا سپینې روسیې چارواکو د دې هیواد په پلازمینه مینسک کې د دویچه ویله خبریال پاولیوک بایکوسکي نیولی دی. د سپینې روسیې چارواکو د نوموړي د نیولو کیدو د دلیل په هکله جزئیات نه دي وړاندې کړي.
د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د دویچه ویله د روسیې څانګې خبریال پاولیوک بایکووسکي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي: «د پلټنې کمیټه ماته راغلې ده.»
د دغه خبریال میرمنې وولها بیکووسکایا، بیا وروسته دویچه ویله ته د دې خبرې پخلی کړی چې د پلټنې یوې ډلې د دوی د اپارتمان د پلټنې پرمهال د دوی کمپیوټرونه، تابلیت، ځیرک تلیفونونه، میموري فلش، سي ډي ګانې او د بانک کارتونه له ځانه سره وړي دي. نوموړي ویلي دي چې دغو پلټونو شا او خوا دوه ساعته دوام وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې دویچه ویله په برلین کې میشت د بیلاروس سفیر ته خپل احتجاج وړاندې کړی او د نوموړي خبریال د ژر خلاصیدو غوښتنه یې کړې ده. دویچه ویله پر دې ټینګار کړی دی چې د قانون حاکمیت باید پر ټولو رسمي خبریالانو باندې عملي شي.
په بیلاروس کې د دویچه ویله خبریال داسې مهال نیول کیږي چې همدا د تیرې سه شنبې په ورځ د دوو وتلو خبري ویبپاڼو لږ تر لږه څلور تنه نور خبریالان هم په دغه هیواد کې نیول شوي دي. پر دغو خبریالانو تور دی چې د بیلاروس د دولتي خبري آژانس «BeITA» خبرونو ته یې په ناقانونه توګه لاس رسی درلود.