1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بوسنيا کې د تم شوو مهاجرو بد وضعيت

۱۳۹۷ مرداد ۱۳, شنبه

په بوسنيا کې بند پاتي شوي مهاجر وايي چې د کروشيا سرحدي ځواکونه يې اروپا ته د اوښتو د مخنيوی تر څنګ دوی وهي ټکوي. په دغې سرحدي سيمه کې د افغانانو په ګډون له پنځه سوو څخه ډير مهاجر په بد وضعيت کې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/32cNC
Bosnien Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/AA/E. Omic

اروپايي اداره «انفو ميګريشن» چې د مهاجرو اړوند د خبر رسونې چارې کوي، وايي چې په روان کال کې تر ټولو زيات مهاجر د بوسنيا سرحدي سيمې «ويليکا کلادوسا» ته رسيدلي دي. دوی په سرحدي سيمو کې جوړو موقتي کمپونو کې ژوند کوي.

په دغو کمپونو کې د افغانانو ترڅنګ، د پاکستان، ايران، سوريې، عراق او مراکش په شان هيوادونو څخه راغلي مهاجر اوسيږي.

اروپا ته د اوښتو په هيله

دغه مهاجر په دې هيله دغې سيمې ته ځانونه رسوي تر څو د کروشيا له سرحده اروپا ته اوښتي وي. خو پر پوله د کروشيايي عسکرو دوامداره شتون له سرحده اوښتل د مهاجرو له پاره پر يو ډير سخت او ستونزمن کار بدل کړی دی.

 په بوسنيا کې بند پاتې شوي مهاجر، سرحد ته شاخوا په موقتي کمپونو کې ميشت دي او دوی د دغو کمپونو له سخت وضعيت څخه شکايت کوي.

يوه افغان ميرمن چې نه غواړي خپل نوم وښيي «انفو مايګرنټس» ته يې وويل: «تاسو وګورئ، موږ دلته په څه حال کې ژوند کوو. هر لور ته د کثافاتو ډيرانونه دي او تشنابونه هم په ډير بد حال دي. درې کاله شول چې زما اولادونو ښوونځي ته له تلو څخه بې برخې دي دي. مونږ له پاره دلته ژوند کول ډير سخت شوی دی. آيا مونږ هم کوم حق او حقوق لرو او که نه؟»

«عسکر مو وهي او پيسې او موبايلونه مو اخلي»

په دغو کمپونو کې پراته ډيری هغه مهاجر دي چې هڅه کوي په غيرقانوني توګه ځانونه کروشيا ته ورسوي، خو تر اوسه له دوی څخه يو هم پر دې نه دی بريالی شوی چې کروشيا لور ته واوړي. په عين حال کې مهاجر داسې تورنو هم لګوي چې د کروشيا پر سرحد ميشت ځواکونه نه يوازې له سرحده د دوی د اوښتو مخنيوي کوي، بلکه د وهلو ټکولو سربيره موبايل تيلفونونه او نغدې پيسې يې هم ورڅخه اخيستلي او بيا يې بيرته بوسنيا پر لور شړلي دي.

د بوسنيا په ويليکا کلادوسا کمپونو کې ميشت مهاجر دا هم وايي چې دوی کروشيا کې د پناه غوښتنې فورمونه ډک کړي دي، خو د دغه هيواد حکومت په ظاهره کې د مهاجرو په توګه د دوی له راجستر کولو ډډه کړې او بيرته يې بوسنيا ته استولي دي. 

د عبدالعزيز په نوم يو افغان پناه غوښتونکی د دغو رپوټونو پخلی کوي. هغه وايي: «کله چې موږ بوسنيا ته داخل شولو هغوی مونږ ته د پناه له ورکړې څخه انکار وکړ، هغوی مونږ وهي او ټيلفونونه هم راڅخه اخلي. زه پنځه کاله مخکې له افغانستانه وتلی یم او اوس له درو مياشتو راهيسې دلته اوسيږم. دلته وضعيت ډير خراب دی. نه خواړه شته او نه اوبه.»

د کروشيا سرحدي ځواکونو د مهاجرو له لوري پر هغو د لګول شويو تورونو په هکله څه نه دي ويلي. 

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: