په بنګله دیش کې۱۶ کسان د یوې نجلۍ د سوځولو په جرم اعداميږي
۱۳۹۸ آبان ۲, پنجشنبهد بنگله دېش چارواکو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۲۴مه نیټه) خبر ورکړی دی چې د دې هیواد په یوه ښوونځې کې د څو تنو له خوا د یوې نجلۍ د سوځولو په جرم یې د ښوونځي د مدیر په ګډون ۱۶ تنه په اعدام محکوم کړي دي.
دغه نجلۍ شپږ میاشتې وړاندې د ښوونځي پر مدیر باندې د جنسي تیري د تور پورې کولو په بدل کې په اور سوځول شوې وه.
په بنګله دیش کې د حافظ احمد، په نامه د محکمې څارنوال وویل چې د ماشومانو او میرمنو پر وړاندې د زورزیاتي د پیښو د مخنیوي په برخه کې د جرمونو له پاره ځانګړې محکمه د سراج الدوله په نامه د یاد ښوونځي مدیر او د هغه ملګرو ته، د ۱۹ کلنې نصرت جهان، د قتل په جرم دغه سزا اعلانوي. دغه پیغله نجلۍ د بنګله دیش په شرقي فیني ولسوالۍ کې په اور سوځول شوې وه.
د معلوماتو له مخي، نصرت جهان تر سوځیدو پنځه ورځې وروسته یعنې د روان کال د اپریل میاشتې پر لسمه نیټه، په یوه روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه نجلۍ د سوناګازي په نامه په یوه ښوونځي کې سوځول شوې وه. زیاته شوې ده چې یاده نجلۍ د ښوونځي د بام سر ته انتقال شوې وه او تر غوښتل شوي وو چې د ښوونځي د مدیر پر وړاندې د جنسي تیري له خپلې دوسیې لاس پر سر شي، خو د نجلۍ له لوري د غوښتنې تر ردیدو وروسته، پنځو کسانو هغه په اور سوځولې وه.
پلټونکو موندلې ده چې د قتل په دې پیښه کې په مجموعي توګه ۱۶ کسان ښکیل ول او دا چې دوی ټولو ښکیلو کسانو ته د اعدام غوښتنه کړې وه.
ویل شوي دي چې د ښوونځي مدیر د جنسي تیري په تور تر زنداني کیدو وروسته، د نجلۍ د قتل پیښه له زندان څخه رهبري کړې وه.
د محکمې د پریکړې د اعلان پرمهال چې سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوي وو، د قتل په تور ټول ۱۶ تورن کسان په محکمه کې حاضر ول.