1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په بنګله دیش کې اور لګیدني ۶۹ کسان وژلي

۱۳۹۷ اسفند ۲, پنجشنبه

د بنګله دیش په پلازمېنه کې په یوه ودانۍ کې د اور لګیدنې په پيښه کې ۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کیږي چې دغه ودانۍ د کیمیاوي موادو د ګودام په توګه هم استعمالیده. چارواکي د قربانیانو د شمیر د لوړیدو اټکل کوي.

https://p.dw.com/p/3Dlea
Bangladesch Großbrand in Dhaka
انځور: picture-alliance/AP Photo

د چهارشنبې په ماښام (۲۰۱۹م کال د فیبرورۍ ۲۰مه) د بنګله دیش په پلازمېنه ډاکه کې د اور لګیدنې په یوه پيښه کې په لسونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پنجشنبې په سهار د اور وژنې ادارې چارواکو وویل چې دغه اور ۶۹ کسان وژلي دي او په خبره یي ښایي د تلفاتو شمیر لا پسې لوړ شي.

د پولیسو یوه چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې تر۴۰ زیاتو کسانو درملنه شوې ده، چې زیاترو ته د اور له کبله ټپونو اوښتي ول.

د بنګله دیش د اور وژنې ادارې مشر علي احمد، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي: «د اور لګیدنې پر مهال سړکونه د ازدهام له کبله بند وو. اور دومره ژر خپور شو چې خلکو ته تيښته ناممکنه وه.»

Bangladesch Großbrand in Dhaka
انځور: picture-alliance/Xinhua/S. Reza

اور د سیمې پر وخت د شپې پر ۱۰:۴۰ ولګید. دغه پيښه د ډاکه د چوک بازار په سیمه کې رامنځ ته شوې ده، چې د ښار پخوانۍ برخه ده. په دغه ځای کې کوڅې ډیرې تنګي دي او څنګ پر څنګ د استوګنې ودانۍ جوړې دي.

د ځایي تلویزونونو په انځورونو کې ښوول کيږي چې د ودانۍ عمومي دروازه بنده وه او اوسیدونکې له ودانۍ څخه په تیښته نه دي توانیدلي. د عیني شاهدانو په وینا دغه ځای ته څیرمه د وداه مراسم هم تر سره کیدل چې هلته هم د اور لګیدنې په پایله کې یو شمیر کسان ټپیان شوي دي.

د استوګنې په ودانۍ کې د کیمیاوي موادو ګودام

د بنګله دیش د اطفایې د چارواکو په وینا اور د یوې څلور پوړیزي ودانۍ په لاندني پوړ کې ولګید او تر هغه وروسته ډیر ژر نورو درو څیرمه ودانیو ته خپور شو.

د اطفایې یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې لومړنی تعمیر چې پکښې اور ولګید د کیمیاوي موادو د ګودام په توګه استعمالیده. د هغه په خبره د استوګنې نوري ودانې چې اور یي اخیستی ښایي د کیمیاوي موادو د ګودامونو په توګه کاریدي. ځیني داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې احتمالا د ګاز ډبې تر چاودنې وروسته لومړی اور لګیدلی. د ډاکه ټریبیون، په نوم ورځپاڼي په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه ودانۍ «د پلاستیکي توکو د ګودام په توګه استعمالیده.»

د اطفایې تر۲۰۰ زیاتو کسانو د اور د خاموشه کولو هڅې کولې، چې تر نهه ساعته هلو ځلو وروسته یي اور کنترول کړ.

Bangladesch Großbrand in Dhaka
انځور: picture-alliance/NurPhoto/R. Asad

په ۲۰۱۰م کال کې هم په ډاکه کې دې ته ورته یوه غمیزه رامنځ ته شوې وه. هغه مهال هم د استوګنې په یوه ودانۍ کې چې کیمیاوي مواد پکې ساتل کیدل، د اور لګیدنې په پایله کې ۱۲۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. چارواکو هغه مهال د استوګنې په سیمو کې د کیمیاوي موادو د ساتل کیدو پر ضد اقدامات پیل کړل، خو په وروستیو کلونو کې دغه پلان په دوامداره توګه نه تطبیقیږي.