په بنګلدیش کې شدید بارانونه د روهنګیايي مهاجرو ژوند ګواښي
۱۳۹۸ تیر ۲۴, دوشنبهد مهاجرینو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یا (UNHCR) آلماني مشر پیتر روهین ستروت ـ باور، د دوشنبې په ورځ د آلمان په بُن کی ویل چی »په بنگله دیش کی روهینگیایانو یو ځل، د تیښتې سخت حالت لیدلی او د مهاجرو په کمپونو کی د اول وار له پاره خپل ډاډمن ژوند پر مخ بیایی. اوس له اونیو راهیسي د هغو له باڼس او پلاستیکو څخه جوړو سوو خیمو باندی بارانونه اوري. له همدې کبله هغوی عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ یا (UNHCR) په حواله، په بنگله دیش کی له دغه ډول حالت سره څه د پاسه ۲۴ زره مهاجر مخامخ دي، له دوه زره سلو څخه زیات کسان مؤقتي سرپناهو ته انتقال سوي او د هغوی څه د پاسه ۶۰۰ سرپناوي ویجاړي سوي دي. په تیره بیا کوچنیان چې د ټولو روهینگیایي مهاجرو ۵۵ سلنه جوړوي، له دغه ډول حالت څخه ځوریږي. له همدې کبله، د ملگرو ملتو د مهاجرو څخه د ملاتړ ادارې کارکوونکي، د عاجلو بشري مرستو په رسولو لاس پورې کړی او هغوی ډاډمنو ځایونو ته انتقالوي.
په ۲۰۱۷ کال کې هغه مهال چې په میانمار کی د زور زیاتیو په پیښو کې زیاتوالی راغلی، د یو څو اونیو په ترڅ کې په سلهاوو زره انسانان تیښتی ته مجبوره سول. په اوس وخت کی په بنگله دیش کی د ۹۰۰ زرو په شاوخوا کي روهینگیایي مهاجر ژوند کوي.
په جنوبی آسیا کی هر کال د جون څخه تر سپتمبر پوری سخت بارانونه وریږي. هوا پیژندونکي په اوس وخت کی له سختو او دوامداره اورښتونو، ځمکې ښوییدنو، سیلابونو او د کورونو له چپه کیدو خبرداری ورکوي. د هغوی په خبره دا هر څه کیدای سي د دغو مهاجرو ژوند له سخت خطر سره مخامخ کړي.
گ.پ/خ.ح/آژانسونه