په بن کي د افغانستان د مدني ټولني غونډه پيل سوه
۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعهغونډه د المان په وخت تر غرمې وروسته په ۲ نيمو بجو د کونراد ادناور بنسټ د مشر، ډاکترهانس ګيرد پوترنګ، لخوا پرانستل شوه. د غونډي په لومړۍ ورځ به افغانستان ته د آلمان ځانګړی استازي، ميشايل شټاينر، وينا وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مرستيال، احمد فهيم حکيمي؛ چي د دغي غونډي د اصلي ويناوالو څخه وو، د نامعلومو دلايلو له کبله دغه غونډه تحريم کړې ده.
د پلان له مخي به د غونډي کډونوال چي پکښي له افغانستان څخه راغلي د مدني ټولني غړي، آلماني سياستوال او د افغان حکومت استازي شامل دي پر دوو ډلو وويشل شي.
دغه دوې ډلي به په افغانستان کي د امنيت د ليږد د بهير په اړه او د افغانستان سره د نړيوالي ټولني د اوږد مهالو ژومنو په هکله څيړني وکړي، ترڅو د بن په کنفرانس کي افغان حکومت او نړيوالي ټولني ته د دغو دو موضوعګانو په اړه خپل وړانديزونه وړاندي کړي.
د افغانستان د مدني ټولني فعال، سنجر سهيل،چي په دغه غونډه کي برخه لري، له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په ځانگړې مرکه وويل، چي هغه د نړيوالي ټولني څخه غواړي چي افغان حکومت سره مرسته وکړي، ترڅو د تير لسو کلونو د لاس ته راوړنو څخه ساتنه وکړي.
هغه زياتوي چي د افغانستان مدني ټولنه د افغان حکومت او نړيوالي ټولني څخه غواړي چي په افغانستان کي د مدني ټولني بنسټونه تقويه کړي، د قانون له پلي کيدو څخه ملاتړ وکړي او د سولي د پروسې په پلي کيدو سره وروستۍ لاس ته رواړني د ګواښ سره مخامخ نه کړي.
ننۍ غونده به د المان په وخت د ماښام پر اوو بجو پای ته ورسيږي او سبا به پر نهو بجو بيا په کار پيل وکړي. د غونډي پايلي به سبا ترغونډي وروسته اعلان شي.
دا لومړی ځل نه دی، چي د بن د کنفرانس مخکي د افغانستان مدني ټولنه دغه کنفرانس ته د خپلو وړانديزونو د وړاندي کولو په موخه په آلمان کي راټوليږي. تر دي وړاندي د افغانستان د مدني ټولني غړو په برلين کي هم غونډه کړې وه، او د بن د راروان کنفرانس څخه يې خپلي هيلي او غوښتني اعلان کړي.
د افغانستان په هکله د بن په راروان کنفرانس کي به د ۹۰ هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي، چي په کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړيوالي ټولني پر تعهداتو خبري اتري وشي.
مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل