1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په بلوچستان کې چاودنې د امنيتي ځواک شپږ غړي وژلي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په بلوچستان ایالت کې یې شپږ امنیتي ځواکونه هغه مهال ووژل شول چې د ګزمې موټر یې د سړک د غاړې په ماین وربرابر شو. په پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3cSFa
Bombenanschlag in Quetta Pakistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې تیره شپه د بلوچستان ایالت په بولان سیمه کې یو پوځي موټر د بمي چاودنې ښکار شوی دی. په دغه ایالت کې په وروستیو کلونو کې تاوتریخوالی زیات شوی. ملتپاله بلوڅ وسلوال د دغه سیمې د آزادۍ له پاه جګړه کوي.

د رسمي اعلامیې له مخې په دغه بمي چاودنه کې د نیمه ملیشو ځواکونو لږ تر لږه څلور تنه ټپیان شوي هم دي. زیاته شوې ده چې دغه پيښه په هغه سیمه کې رامنځ ته شوې ده چې یوه اوونۍ ترمخه هم په کې دغه ډول یوه خونړۍ پيښه شوې وه.

یوه ځایي جګپوړي دولتي چارواکي مراد کاسي، ویلي دي چې په یوه پوځي الوتکه کې ټپیان او جسدونه د بلوچستان ایالت مرکز ته انتقال شول.

یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري د تندرلاو اسلامپالو، فرقوي ډلو او ملتپالو یاغیانو د حملو شاهد پاتې شوی.

دغه تاوتریخوالي ته په سیمه کې د چین له لوري د پانګونې پلان ته د بلوڅو وسلوالو د غبرګون په سترګه کتل کیږي. د دغه پلان له مخې د چین شینجیانګ ولایت د سړکونو او اورګاډي د پټلۍ د شبکې په واسطه له عربي سمندرګي سره نښلول کیږي.

د ۶۰ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز پلان په دې معنی دی چې چين د لنډې ځمکنې او سمندري لارې منځني ختیځ، اروپا او افریقا ته لاس رسی ولري.