په بلخ کي د خوشال بابا کتابتون پرانيستل سو
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهپه دغه ولايت كي د پښتو ژبي د ودي او پراختيا يوازينی مركز (بلخ ادبي خوځښت) تر شپږو مياشتنيو هڅو وروسته په افغانستان كي د المان د فرهنګي مركز- ګويته انستيتوت په مالي ملاتړ د خوشال بابا په نامه پښتو عامه كتابتون جوړ كړ.
خوشال بابا كتابتون د غويي پر ۱۷مه، په مزاشريف ښار كي د يوې غونډي په ترڅ کي پرانيستل شو، چي د دغه ولايت پر لسګونو فرهنګيانو او فرهنګپالو سربېره يو شمېر دولتي چارواكو هم برخه اخيستې وه.
د بلخ ادبي خوځښت د مشريزي ډلي غړي او د خوشال بابا كتابتون مسئول ذبيح الله احساس د ياد كتابتون د جوړېدو موخه په سيمه كي د لوستني د دود لا عامول او پښتو ژبي او ادب ته لا پراخيتا وركول وښودل.
نوموړي زياته كړه، چي په دغه كتابتون کي شاوخوا ۴۰۰۰ سياسي، ادبي، اسلامي، ټولنيز، علمي، د ماشومانو د ادبياتو په اړه او نور بېلا بېل كتابونه ځاى پر ځاى شوي دي.
د هغه په قول دغه كتابتون د ګويته انستيتوت په مالي ملاتړ د تېرو شپږو مياشتو په ترڅ كې جوړ شوى دئ.
د هغه په خبره كه څه هم په بلخ ولايت كي زيات شمېر دولتي او غير دولتي كتابونونه شته، خو دا چي پښتو كتابونه پکښي لږ ول، نو د پښتو د عامه كتابتون اړتيا ډېره ليدل كېده.
د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځی مسئولان هم د خوشال بابا كتابتون پرانيسته په دغه ولايت كې د پښتو ادبياتو د ودې په برخه كې ستر ګام بولي.
د بلخ پوهنتون د پښتو ادبياتو استاد محمد ضمير څار وويل، چي په دغه ولايت كي د پښتو عامه كتابتون د نشتوالي له امله رواني فرهنګي او علمي هڅې نيمګړې برېښېدې.
نوموړي زياته كړه، چې دوى په هغه كچه پښتو كتابونو ته لاس رسۍ نه لره، څومره چي ورته اړتيا وه. د هغه په قول د خوشال بابا كتابتون پر جوړېدو به په بلخ ولايت كي د پښتو كتابونو د نه پيدا كېدو تشه ډكه شي.
د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رئيس صالح محمد خليق په دغه ولايت كې د پښتو عامه كتابتون جوړول ستره علمي او فرهنګي هڅه وبلله. نوموړي، چې د كتابتون په پرانيست غونډه كې يې خبري كولې، وويل، چې رښتيا هم په دغه ولايت كي د پښتو كتابونو د پيدا كېدو تشه وه.
په بلخ ولايت كي له تېرو اته كلونو راهيسي د پښتو ژبي د ودي او پراختيا له پاره هڅي رواني دي، چي له تېرو درو كلونو را هيسي خو د يو شمېر ادبي كړيو د يو ځاى كېدو له امله بلخ ادبي خوځښت را منځ ته شوى دئ.
ايلم خان بلخي/ بلخ
کتونکی: نجيب الله زيارمل