1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کي د بېلابيلو اديانو د استازو لاريون

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

په بروکسل کي د توندلاريتوب، ترهګرۍ او کرکې پر ضد يو لاريون کي د بېلابيلو اديانو استازو ګډون وکړ. هغوی پر عبادتځايونو بريدونه وغندل او د ديني آزادۍ ملاتړ يې وکړ.

https://p.dw.com/p/3I81h
Symbolbild Christentum Judentum Islam
انځور: picture alliance/Godong

په بروکسل کي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۷مه) د امن لاريون له پېل څخه تر مخه د دغه ښار په اروپايي پرېس کلب نومې ودانۍ کي يوه خبري غونډه جوړه سوه. په دغه خبري ناسته کي په اروپا کي د يهوديانو، مسلمانانو او بودايانو د اتحاديو استازو، اروپايي اتحاديې ته د نوي زيلند او سريلانکا سفيرانو او په همدې شان د اسلامي تعاون د اتحاديې استازي خبري وکړې.

په دغه لاريون کي د بشري حقونو مدافعينو، امن خوښوونکو، محصلينو او مېرمنو ګډون وکړ. ګډونوالو دغه لاريون د يو نړيوال حرکت پيل وباله. لاريون کوونکو ويل چي غواړي ترهګرو ته دا پيغام ولېږي چي د نړۍ ټول امن خوښوونکي انسانان متحد دي.

د پېوستون گډه اعلاميه
 

د لاريون په ترڅ کي د بېلابيلو اديانو د استازو او نورو ګډون کوونکو له خوا په خپره سوې اعلاميه کي ترهګر سخت غندل سوي دي چي د اعلاميې په وينا په خوله د خدای نوم اخلي، خو د تاوتريخوالي او ويره اچونې بازار يې ګرم کړی دی. په دغه اعلاميه کي په سريلانکا کې پر کليسا، په نوي زيلند کي پر مسجد او په امريکا متحده ايالتو کي پر کنيسې بريدونه سخت غندل سوي دي.

په دغه اعلاميه کي د اروپايي اتحاديې په ټاکنو کي د ښې اړخو او پاپولستي سياستوالو او ګوندونو له خوا د کامپاين پر وخت د انسانانو تر منځ د واټن زياتول هم غندل سوي دي. د اعلاميې له مخي دغه سياستوال په ټولنه کي د مثبتو، پرمختګ خوښونې او زغم د ارزښتونو ردولو هڅه کيږي او دا چي د لاريون ګډون کوونکي د دغو ارزښتونو د دفاع هوډ کوي.

«غمجن خو هوډمن يوو»

د يهودي اتحاديې ربي اوی تاواري وويل چي د ترهګرو پر ضد پر گډو هڅو سربيره بله لاره نسته. هغه زياته کړه: «موږ به يو د بل د عقيدې د حق دفاع وکړو او هرڅه چي پيښيږي يو بل ته به لاس ورکوو او هميشه به متحد اوسيږو.»

د اروپا د کليساؤ په استازيتوب باندي پادري سوواکې وويل: «موږ د خپل دغه ږغ د پورته کولو له پاره دلته حاضر سوي يوو چي د مذهبي آزادۍ د دفاع له پاره موږ ټول متحد يوو.»

په بلجيم کي د مسلمانانو د اتحاديې مشر لاهيم حاموچ وويل چي «د نوي زيلند پر مسجد، د سريلنکا پر کليسا او د متحده ايالاتو پر کنيسه بريد کوونکي ټول يو ول او موږ هم بايد ټول ورته يو سو.» حاموچ د يوې داسي پروژې ذکر هم وکړ چي په وينا يې له مخي به يې په آينده کي د مساجدو ملا امامانو ته ځانګړې روزنه ورکول کيږي.

اروپايي اتحاديې ته د نوي زيلند سفير ډيويډ ټېلر وويل چي په نوي زيلند، سريلنکا او متحده ايالاتو کي تر بريدونو وروسته څرګنده سوه چي د ميني، زغم، پېوستون او شراکت قوت تر کرکي څو چنده زيات دی. هغه زياته کړه چي ولس يې «غمګين خو هوډمن» دی. هغه وويل چي دا موضوع د اندېښنې وړ ده چي انټرنټ د ترهګرۍ له پاره په کار اچول کيږي.

د سفير په وينا نوي زيلند له فرانسې سره په ګډه يوه داسي نړيواله سرمشريزه رابلل غواړي چي پکښي به د لويو انټرنټي شرکتونو استازي هم ګډون ولري. د نوموړي په وينا په دغه سرمشريزه کي به پر دې غور وسي چي د انټرنټ د ناسم استعمال مخنيوی څنګه کيدلای سي.

د سريلنکا سفير روډنې پرېرا وويل چي هيواد يې يو څو مذهبي او څو کلتوري هيواد دی چيري چي اسلام، مسيحيت، هندويي او بودايي اديان د دغه هيواد د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده. هغه وويل چي «موږ د تکان، وير او غم په حالت کي يو خو هوډمن هم يوو.» د نوموړي په وينا ترهګر به له ماتي سره مخامخ سي او دا چي د مذاهبو پر اساس د ټولنې د تقسيم اجازه به نه ورکړل سي.
 

«ځوان نسل بايد له توندلاريتوبه خوندي وساتل سي»

د بودايي اتحاديې مشر کارلو لوکس له دويچه وېله سره په خبرو کي وويل چي ټول مذاهب د امن او آشتۍ غوښتنه کوي او دا چي د مذاهبو پېرويان غواړي چي په امن کي و اوسيږي. هغه زياته کړه چي يو د بل زغمل ښه خبره ده خو بايد چي د انسانانو تر منځ مينه، شفقت او سخاوت هم زيات سي. لوکس وويل چي له ترهګرو سره هم زړسوی په کار دی ولي چي هغوی هم د نورو له خوا استعماليږي او پر خپلو روحونو لوی بار اچوي.

د اسلامي همکارۍ سازمان استازې آغلې عصمت جهان دويچه ويله ته وويل چي سازمان يې د ۵۶ هيوادونو څخه جوړ دی. د هغې په وينا په سازمان کي د ټولو هيوادونو په استازيتوب وايي چي «ترهګري هيڅ مذهب او نسل» نه لري. هغې وړانديز وکړ چي بايد د توندلاريتوب پر ضد او د امن او آشتۍ او ورورګلوۍ له پاره د ارزښتونو درس بايد د نصاب برخه وګرځول سي. د هغې په وينا ځوانان د نړۍ آينده دي او «ځوان نسل بايد له توندلاريتوبه خوندي وساتل سي.»

راپور: شيراز راج