1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلین کې د کډوالو ضد مظاهرې

اژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۱۷, یکشنبه

د آلمان له پاره بدیل (AfD) په نامه د ښې اړخه ډلې شاوخوا ۵۰۰۰ ملاتړو په برلین کې د دې هیواد د کډوالو د د تګلارې پر ضد لاریون کړی دی. لاریون کوونکو د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د استعفا غوښتنه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/1H1rG
Demonstration AfD
انځور: DW/B. Gräßler

د کډوالو په اړه نور معلومات دلته ولولئ

په لاریون کې د دې ګوند مشر فراوکو پیترې، د ګوند معاون الکساندر ګاولند او د اروپایي پارلمان غړي بیترکس ون ستورچ ویناوې وکړې.

د آلمان په پایتخت برلین کې دAfD د لاریون پر مهال، لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل چې «میرکل باید لاړه شي [استعفا ورکړي]» او دا چې «موږ ملت یو». دا هغه شعارونه دې چې د پیګیدا یا (د لویدیځ د اسلامي کولو پرضد د اروپايي وطنپرستانو غورځنگ) په لاریونونو کې هم اوریدل کیږي.

دAfD په لاریون کې یو شمیر نوي نازیان(neo-Nazis) هم لیدل شوي دي.

د فدرالي رسنیو ټولنې د دفتر، چې څنګ ته یې د ډیرو نورو آلماني او بهرنېو رسنیو دفترونو هم پراته دي، له مخې څخه د تیریدو پر مهال لاریون کوونکو وویل: «درواغجنه رسنۍ».

د شنبې ورځې (د نوامبر ۷مه نېټه) لاریونونه تر هغې وروسته تر سره کیږي چې د آلمان پر صدراعظمي انګلا میرکل د هغې د کډوالو په اړه د تګلارې له کبله فشارونه ډیر شوي دي. د آلمان حکومت د کډوالو د اوسنۍ پالیسي منتقدین له حکومت څخه غواړي چې آلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر محدود کړي. د اوسنیو وړاندوینو له مخې آلمان ته به د سږ کال تر پای پورې له ۸۰۰زرو څخه تر یو میلیونه کډوال راشي.

دAfD پر ضد لاریون کې د کم شمیر کسانو ګډون

په برلین ښار کې د شنبې په ورځې دAfD د لاریون پر ضد لاریون د ګډونوالو شمیر له مخکنیو اټکلونو څخه ډیر کم وو او دAfD پر ضد په پنځو مختلفو لاریونونو کې یواځې ۸۰۰کسانو ګډون کړی وو. د سیاسې ګوندونو یو اتحاد، تجارتي ټولنو او غورځنګونو له دې وړاندې ویلي وو چې تر ۷۰۰۰کسان به په دې لاریونونو کې ګډون وکړي.

همداراز ځینې رپوټونه دا هم وايي چې هغه مهال د کیڼ اړخه لاریون کوونکو او پولیسو، چې شمیر یې ۱۱زره کسانو ته رسیده، تر منځ شخړه رامنځته شوه چې کیڼ اړخو لاریون کوونکو غوښتل دAfD لاریون کوونکو مخه ونیسي.

Berlin AfD Demonstration Polizei Zusammenstöße mit Gegendemonstranten
انځور: Reuters/H. Hanschke

په آلمان کې په دې وروستیو کې د کډوالو پر ضد لاریونونه او حملې ډیرې شوي دي. د آلمان حکومت په وار وار سره ویلي دي چې کولی شي د کډوالو کړکیچ کابو کړي خو د آلمان د حکومت او د دې هیواد د صدراعظمې انګلا میرکل منتقدین بیا له حکومت څخه غواړي چې د کډوالو تګلاره کې ځينې جدي بدلونو راولي تر څو دا قانون لا هم سخت شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب