1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلين کې د یهودانو له پاره یوه لویه پروژه پرانیستل کیږي

۱۳۹۷ خرداد ۲۰, یکشنبه

د هولوکاست یا د یهودانو د ډله ایزې وژنې را په دې خوا د دغې ودانۍ جوړیدل شاید په برلين کې د یهودانو له پاره تر ټولو لویه ساختماني پروژه وي. د ۵۰۰ ماشومانو له پاره د دغې پروژې د دوانۍ چارې نن یکشنبه په برلين کې پیلیږي.

https://p.dw.com/p/2zEwf
Bauprojekt Pears Jüdischer Campus Berlin | Rabbiner Yehuda Teichtal & Sergei Tchoban, Architekt
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

رابي یهودا تایشتل، په برلين کې د یهودانو د یوه مذهبي مرکز مشر دی. هغه په لنډو، جدي او له احساساتو ډکو جملو سره د «یهودي کامپوس» د ودانۍ د جوړیدو د پروژې هدف تشریح کړ.

«هغه څوک چې جوړوي يې، هغه اعتماد ښکاره کوي. مونږ دلته یو تر څو په دامداره توګه د یهودانو له پاره یوه روښانه راتلونکې جوړه کړو. مونږ غواړو دلته پاتې شو. موږ غواړو چې په ارتباطاتو کې ویره له منځه لاړه شي. موږ غواړو ؤښایو چې پوهه د یو بل په مقابل کې د زغم د رامنځته کیدو سبب کیږي. په دې شکل چې دلته یو مرکز ودان شي، یهودي ساختمان چې اعتماد هم له ځان سره راوړي. مونږ خپلې دروازې خلاصې پریږدو او وایو: اجازه راکړئ چې په ګډه یوه ښه راتلونکي جوړه کړو».

تایشتل، ارتودکس رابي یا روحاني مشر، په برلين کې د یهودانو د دیني او روزنیز مرکز استاد او مشر دی. هغه به نن یکشنبه په «ویلمرسدورف» سیمه کې چیرې چې دغه ودانۍ جوړیږي، د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر، هایکو ماس، هر کلی وکړي.

دا به په برلين کې د ختیځ او لویدیځ آلمان تر یوځای کیدو او شاید هم تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د یهودانو له پاره تر ټولو لویه ساختماني پروژه وي. په دې پروژه کې به وړکتون، ښوونځی، ورزشي لوبغالی، تیاتر او سنیما شامل وي.

په اروپا کې تر ټولو لوی مرکز

تایشتل، چې په نیویارک کې زیږیدلی دی د ۲۰ کلونو راهیسې په برلين کې فعالیت لري. نوموړی د هم هغه وخت راهیسې د«خباد لوباویچ مرکز» کې یو اغیزمن شخص دی. دغه مرکز د یهودانو یو عنعنوي مذهبي مرکز دی. تایشتل وایې:

«په ځانګړي توګه په ننۍ ټولنه کې، چیرې چې مونږ د یو بل د زغملو په برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ یو. دا مرکز د دې نښه ده چې یوازې د مذهبي انسانانو پورې محدود نه دی. موږ ټول ارزښتونو ته اړتیا لرو. موږ په ګډه داسې یو ځای ته راځو چې تر دیني عقیدې لوړ دی. دا مرکز زده کړه، کلتور او ورزش عرضه کوي. له همدې امله وایو چې موږ د یوه ګډ، سوله ایز او مثبت ژوند غوښتونکي یو. مونږ غواړو له دې ودانۍ سره دې موخې ته ورسیږو».

Deutschland Jüdischer Campus in Berlin
په برلين کې د یهودانو له پاره یو ډیر لوی مرکز جوړیږيانځور: DW/C. Strack

دغه دیني مشر ۱۵ کاله مخکې یو وړکتون جوړ کړی وو. په هغه وخت کې په دې وړکتون کې د ماشومانو شمیر لږ وو، خو اوس په لسګونو ماشومان د دې بنسټ په موقتي کانتینري خونو کې روزنه ویني.

په ۲۰۰۷ م کال کې یوه پخوانۍ صنعتي ودانۍ د یهودي کورنیو له پاره په یوه روزنیز مرکز، کنیسه او نورو ځایونو بدل شو. په دې چاردیوالۍ کې د ندبه یا براق دیوال د الګوریتم په اساس یو دیوال هم جوړ شوی دی.

ټاکل شوی ده چې د یهودانو له پاره دغه نوې ودانۍ د زده کړې، فرهنګ او ورزش پر خونو بدله شي. دغه ودانۍ باید په اروپا کې د یهوادنو تر ټولو لوی روزنیز مرکز وي.

رابي تایشتل وایې چې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۳ م کال د دې هدف له پاره ورسره داسې یو فکر پیدا شو.

«دا په هغه وخت کې یو خوب او خیال وو. اوس په حقیقت بدلیږي، تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په آلمان کې د یوه بی ساري پروژې رامنځته کیدل».

نوموړی ټینګار کوي چې «هدف ادغام دی، خو اداغام په بشپړ ډول د  خلکو د ورته کولو په معنی نه دی».