1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين کنفرانس: د ليبيا مليشه ډلې دې بې وسلې شي

۱۳۹۸ دی ۲۹, یکشنبه

په برلین کې د ليبيا کنفرانس د پريکړه ليک په مسوده کې ځينې هدفونه چې د بحث او تصمیم نيونې له پاره وړاندې کيږي، له مخکې تعين شوي دي. له هغو څخه يو هم د ليبيا د رسمي حکومت د مخالفانو پر وړاندې سخت چلند او بې وسلې کول دی.

https://p.dw.com/p/3WRCH
Deutschland Libyen-Konferenz in Berlin hat begonnen
انځور: AFP/T. Schwarz

په برلین کې د ليبيا کنفرانس نن شنبه د جنوري ۱۹مه پيل شو. د دغه کنفرانس د وروستي پريکړه ليک ځينې مواد، له مخکې ټاکل شوي دي. په طرحه کې د شاملو موادو له ډلې څخه يو هم د هغو مليشه ډلو بې وسلې کول دي چې د ليبيا رسمي حکومت پر وړاندې جګړه کوي. د ليبيا د رسمي حکومت مشر فياز سراج دی.

همدا ډول د مخالفانو مشرانو له پاره د لا سختو تحريمونو وضع کول هم په نظر کې نيول شوي، البته په هغه صورت کې که چيرته دوی له دغې مسودې څخه سرغړونه وکړي.

يوه بله مهمه موضوع چې په دغې مسوده کې ورته ځای ورکړل شوې، دا ده چې د ليبيا د تيلو صادرات بايد يوازې د دغه هيواد د ملي شرکت له طريقه او له طرابلس څخه ترسره شي. له دغه شرکت څخه د «ليبيا يوازيني مستقل او قانوني شرکت» په توګه يادونه شوې او زياته شوې چې له تاسيساتو يې بايد حفاظت وشي. د وسله والو ډلو له خوا د ليبيا د نفتي منابعو څخه ګټه پورته کول، په دغې مسوده کې محکوم شوي دي.

خليفه حفتر د تيلو بندرونه نيولي

د پريکړه ليک دغه مسوده په داسې حال کې د بحث او رای ورکونې له پاره وړاندې کيږي چې خليفه حفتر پرون د جنوري ۱۸مه، د خپلو ځواکونو پر مټ، د ليبيا د تيلو پنځه مهم صادراتي بندرونه ونيول.

لا تر اوسه روښانه نه ده چې د کنفرانس ګډونوال به په پای کې پر همدغې پيشنهادي مسودې توافق کوي او يا به د کوم بل پريکړه ليک پر مسودې باندې سلا کیږي. ترکيه او روسيه چې هر يو يې د ليبيا د يوې ځواکمنې خوا څخه ملاتړ کوي، هم د برلين کنفرانس له ګډونوالو څخه دي. ترکيه د فياز سراج له دولته او روسيه بيا له جنرال حفتر څخه ملاتړ کوي.

Libyen-Konferenz in Berlin
مرکل هڅه کوي د برلين کنفرانس ګډون کونکي هيوادونه د ليبيا په اړه پر يوې ګډې حل لارې باندې سلا شي.انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د پيشنهادي پريکړه ليک مسوده چې د ۵۵ مادو څخه تشکيل شوې، له ترکيې او روسيې څخه په کې ستاينه شوې چې د اوربند په رامنځ ته کيدو کې يې رول لوبولی.

د مسودې يوه ماده له مليشه ډلو څخه د درنو وسلو، توپونو او الوتکو راټولولو ته جلا شوې ده. په جګړه کې د ښکيلو خواوو د اعتماد د جلبولو له پاره د بنديانو د تبادلې موضوع وړانديز شوې ده. مليشه ډلې بايد د حکومت په امنيتي ادارو او پوځ کې ادغام شي.

په دغې پیشنهادي مسوده کې ويل شوی چې د برلين غونډه يوازې په ليبيا کې د نښتو او بحران د کمولو له پاره جوړه شوې چې موخه يې د ليبيا کورنۍ جګړې ته د پای ټکی ايښودل دی.

ښو پايلو ته هيله مندي

د جنرال حفتر هدف تر اوسه پورې دا دی چې په طرابلس کې د فايز سراج حکومت چې د نړيوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمن دی، نسکور کړي. د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل هڅه دا ده تر څو د برلين په کنفرانس کې ګډون کونکي هيوادونه د ليبيا په اړه پر يوې ګډې حل لارې باندې سلا شي. په دې برخه کې تر ټولو ستونزمنه خبره دا ده چې د روسيې او ترکيې څخه علاوه د کنفرانس نور اکثره استازي هم په ليبيا کې له يوې ځواکمنې ډلې څخه ملاتړ کوي. دوی د ليبيا په جګړه کې د ښکيلو خواوو له يوې نه يوې ډلې څخه ملاتړ کړی دی. 

ګډونوالو د غونډې له پيل څخه لږ د مخه، د غونډې د بريا په اړه نظرونه ورکړي دي. د ترکيې ولسمشر رجب طييب اردوغان دغه غونډه يا کنفرانس د اوربند د ملاتړ په برخه کې چې يوه اوونۍ يې تيره شوې، يو مهم ګام بللی دی.