په برلين کې د توکم پرستۍ ضد د سترو لاريونونو انځورونه
په لسونو زره خلک د آلمان د برلين ښار واټونو ته راووتل او د توکم پرستۍ پر ضد او د بشر د حقونو له پاره يې مظاهرې وکړې. په دغه حرکت کې د ګڼ شمير سياستوالو، هنرمندانو، سياسي ګوندونو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون کړی وو.
د بشر حقونو او د توکم پرستۍ پر ضد
برلين د مظاهره کونکو شمير ۴۰ زره ښودل شوی دی. دغو کسانو چې د بشر حقونو په ملاتړ جوړ پوسترونه له ځانه سره ليږدول، د نژادپرستۍ او افراطيت پر ضد يې شعارونه ورکول.
«د نه تقسيميدونکي»
«نه تقسيميدونکي»، د دغو مظاهرو اصلي شعار دی. دغه مدني حرکت د سلونو ټولنو، سازمانانو له خوا او دغه راز د کليساو، ګوندونو او نورو بنسټونو د اتحاديو له لوري جوړ شوی دی.
د سياستوالو ملاتړ
د برلين مظاهرې د پيژندل شوو سياسي څيرو ملاتړ هم لري، چې يو يې د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس دی. همدا ډول ظنر ليکونکی يان بوهمرمن او ورځپاڼه ليکونکې کارولين امکه هم له ملاتړ کوونکو څخه دي.
د بښنې نړيوال سازمان د مظاهره کونکو په منځ کې
د برلين په مظاهرو کې د بښنې نړيوال سازمان څخه هم ګډونوالو برخه اخيستې وه. دغه سازمان تر دې مخکې د اروپا د پارلمان ودانۍ مخته د افغان مهاجرو د ملاتړ په موخه هم مظاهرې کړې وې.
د مظاهره کونکو شعارونه
د دغو کسانو په لاس کې نيول شوو شعارونو کې ليکل شوي دي: «مونږ نه بيليدونکي یو»، «ښه ژوند د ټولو له پاره په هر ځای کې»، «په سمندر کې د [مهاجرو] د ژغورنې عمليات جرم نه دی» او نور...
د هنرمندانو ملګرتيا
مظاهره کونکو د ويناو تر څنګ د برلين ښار په واټونو کې وګرځيدل او شعارونه يې ورکړل. مظاهره کونکو سره يو شمير نامتو هنرمندان؛ لکه: هيربرت ګرونه ماير، کونستانتين ويکر او دوتا کیهر مله ول.
د مهاجرت ضد حرکتونه
وروسته له هغې چې په وروستيو کلونو کې په سلونو زره مهاجر آلمان ته ورسيدل او د جرمونه کچه هم لوړه شوه، په آلمان کې د مهاجرو ضد حرکتونه هم ډير شول. د ښي اړخو دغه حرکتونه د مهاجرو ملاتړ کونکو کړيو غبرګون له ځانه سره درلود.
د ښي اړخو له لورې انديښنې
د آلمان په يو شمير سيمو کې د ښي اړخي افراطيانو د فعاليتونو ډيريدل، يو لړ انديښنې راولاړې کړي دي. له همدې امله د برلين په مظاهرو کې د بشر حقونو ډير شمير سازمانونو، مدني بنسټونو او مختلفو اتحاديو برخه اخيستې وه.