1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا سفير آلماني شرکتونه په بندیزونو ګواښلي دي

۱۳۹۷ دی ۲۳, یکشنبه

په برلين کې د امریکا متحده ایالاتو سفير ریچارد ګرنل، هغو شرکتونو ته تهدید آمیزه ليک استولی دی، چې له «نورد ستریم۲» پايپ لاین سره کار کوي. ویل شوي چې دغه شرکتونه په احتمالي بندیزونو ګواښل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3BUB7
Deutschland Nord Stream 2 vor der Insel Rügen
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

د «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې هغو شرکتونو چې د آلمان او روسیې ترمنځ د «نورد ستریم۲» په نوم د پایپ لاین په برخه کې کار کوي په برلين کې د امریکا د سفير ریچارد ګرنل، له خوا یې تهدید آمیزه لیک ترلاسه کړی دی.

ګرنل په دې لیک کې دغو شرکتونو ته خبردارې ورکړی دی چې دوی د بندیزونو د پام وړ خطر له ګواښ سره مخامخ دي.

ټاکل شوې ده چې د«نورد ستریم۲» ستر پایپ لاین د روسیې له شمال لویدیځ څخه د بالتیک سمندر لاندې یا په تل کې د آلمان شمال ختیځ ته ګاز انتقال کړي. له دې پایپ لاین سره به له روسیې څخه آلمان ته د ګازو صادرات دوه برابره شي.

امریکا متحده ایالات د دې پروژې مخالفت کوي، ځکه ویره لري چې د ګازو تبادله به د اروپا پر انرژۍ د روسیې د کنترول د زیاتیدو سبب شي او له بلې خوا به د ګازو د ترانیزيتي هیوادونو لکه اوکراين ارزښت له منځه لاړ شي. سربیره پر دې امریکایې شرکتونه هم لیوالتیا لري چې پر اروپایې هیوادونو ګاز ؤپلوري.

د واشنګټن څرګند پيغام

د «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې ګرنل په خپل لیک کې لیکلي دي چې دغه پایپ لاین اروپا د مسکو پورې وابسته کوي او د روسیې د لاسوهنې خطر زیاتوي.

د امريکا سفير لیکلي دي: «مونږ ټینګار کوو چې د روسیې د صادارتو په برخه کې ښکیلې کمپنۍ په داسې کارونو کې برخه اخلي چې کیدای شي د پام وړو بندیزونو له خطر سره مخامخ شي.»

Infografik Karte Gaspipelines Europa Nord Stream DE
د«نورد ستریم۲» ستر پایپ لاین به د روسیې له شمال لویدیځ څخه د بالتیک سمندر لاندې د آلمان شمال ختیځ ته ګاز انتقال کړي.

ورځپاڼې د ګرنل د ویاند په حواله لیکلي دي چې دا باید ګواښ ونه ګڼل شي، بلکې باید د امريکا د روښانه سیاست په توګه په پام کې ونيول شي.

د تیر کال په نومبر میاشت کې په اروپایې اتحادیه کې د امریکا سفير خبردارې ورکړی وو چې ولسمشر دونالد ترمپ د دې پروژې د اخلالولو او بندلو له پاره ډیر ابزار په اختیار کې لري، په هغه صورت کې چې برلين پر خپل دریځ ټینګار وکړي.

د رویټرز خبري آژانس په اروپایي اتحادیه کې د امریکا د سفير ګوردون ساندلند، په حواله لیکلي دي: «موږ تر اوسه پورې له ټولو ابزارو څخه استفاده نه ده کړې، که دا پروژه په بشپړ ډول بنده نه کړي، لږ تر لږه د پام وړ کمزورې خو به یې کړي».

بهانه نه منل کیږي

خو سره له دې ټولو د ګرنل دغه وروستی اقدام ډیر غیر عادي دی او په قوي احتمال سره به د برلين او واشنګټن تر منځ د نویو جنجالونو د راپورته کیدو سبب شي. ګرنل د ۲۰۱۸ م کال د می په میاشت کې په سفارت کې د خپل کار په لومړۍ ورځ د دواړو هیوادونو د مناسباتو د خرابیدو سبب شوی وو. نوموړي په هغه وخت کې په یوه تویتري پيغام کې لیکلي وو: «هغه آلماني کمپنۍ چې له ایران سره راکړه ورکړه لري، باید بی له ځنده خپل کارونه ودروي.»

یوه میاشت لا تیره شوې نه وه چې هغه د ښي اړخو افراطیانو پورې اړوند یوه خبري انټرنټ پاڼې «رایت بارت» ته وویل: «په اروپا کې د ښي اړخو حکومتونو او ځوانو رهبرانو پياوړی کول، زه یو له خپلو دندو څخه بولم.» نوموړي زیاته کړې وه چې د ناټو غړي هیوادونه باید په خارج کې د امریکا له مداخلو څخه ملاتړ وکړي.

هغه وویل: «متحده ایالات نور د دغو هیوادونو له خوا په پوځي مداخلو کې د نه ګډون کولو له پاره هیڅ کومه بهانه نه مني».

تیره میاشت په برلين کې د امریکا سفير د «شپيګل» آلمانۍ مجله په د امریکا ضد دریځ تورنه کړی وه او د هغه د خبریال کلاس رلوتیوس د لیکنو د بررسۍ غوښتنه یې وکړه.