په بدخشان کې د سرو زرو کان ښوېدنې مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبهد افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان ځایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د ښویدو په پایله کې د سیمي اوسیدونکو لس کسان راایستلي دي چې پنځه یې مړه دي او پنځه نور یې ټپیان دي.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه پيښه د چهارشنبې په ورځ په راغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د هغه په خبره هره ورځ له ۴۵ څخه تر ۵۰ ځايي کسان په دغه کان کې کار کوي او دغه کان هغه مهال ښویدلې چې هغوی په کان کیندنه بوخت وو.
ښاغلي نظري، په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «لومړني راپورونه ښيې چې پنځه تنه وژل شوي او نور پنځه ټپیان دي. هغه کلی چې دغه پيښه پکې رامنځ ته شوې ده د طالبانو تر کنترول لاندې دی او ښایي د تلفاتو شمیر لوړ شي، ځکه چې په دغه معدن کې روزمره له ۴۵ څخه تر ۵۰ پورې کسان په کیندنه بوخت وي.»
ځايي چارواکي وایي چې د راغستان ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې د طالبانو تر کنترول لاندې ده او مخابراتي شبکې هم هلته فعاله نه دي. له همدې کبله د هغو کسانو د برخلیک په هکله هم دقیق معلومات نه شته چې د سرو زرو په کان کې بند پاتې دي. ځایي چارواکي زیاتوي چې له دې کبله چې دغه سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده نو نه شي کولای چې ژغورونکي ټیمونه ور واستوي.
د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي دا خبره تائید کړې چې د سرو زرو د کان د ښویدنې په پایله کې ځایي خلکو پنځه مړي او شپږ ټپیان راایستلي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي احمد جاوید جاوید، وایي چې د هغه د معلوماتو له مخې ځایي خلکو هغه کارګر ژغورلي دي چې بند پاتې ول.
د ښاغلي جاوید په خبره د راغستان ولسوالۍ چې د سرو زرو دغه کان پکې دی له څلورو کلونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده او حکومت او مرستندویه سازمانونه نه شي کولی خپل ټیمونه هلته واستوي. یو کال تر مخه هم د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې په لسونو کسانو چې په ناقانونه ډول د کان په کیندنه بوخت ول د سرو زرو د کان د ښویدو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.