1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بارسلونا کې بيا د شپې نښتې وشوې

۱۳۹۸ مهر ۲۷, شنبه

موانعو ته اور لګېدلی وو او کوڅو کې ګډوډي حاکمه وه، دغسې انځورونه د کاتالونيا د احتجاجونو په پنځمه ورځ هم خپاره شول. خو د مظاهره چيانو يوازې يوه وړه ډله له تاوتريخوالي کار اخلي.

https://p.dw.com/p/3RYfg
Spanien: Proteste in Barcelona
انځور: Getty Images/J. Mitchell

په بارسلونا کې د ماښام له خوا د احتجاجونو پر مهال د ښار په ځينو برخو کې د پوليسو او په سلګونو لاريون کوونکو تر منځ نښتې وشوې. ډېرو کسانو چې اورونه يې بلول او د عامه نظم پر پوليسو باندې يې ډبرې غورځولې خپل مخونه هم پټ کړي ول. پوليسو ورباندې اوبه وشيندلې او له کوتکونو، اوبو شيندونکو او ربړي مرميو څخه يې کار واخيست. د ګيرونا، تاراګونا او لېيدا په څېر نورو ښارونو کې هم آخ و ډبونه وليدل شول. د سيمه يزو امنيتي چارواکو په حواله لږ تر لږه ۱۵ فعالان چې ځينې يا لا کم سنه ول، په بارسلونا کې نيول شوي دي. په ټوله کاتالونيا کې ټول ټال ۳۱ تنه نيول شوي دي.

 تاوتريخجنو مظاهره چيانو ته د قضايي تعقيب ګواښ

د هسپانيې د کورنيو چارو وزير، فرنداندو ګرانده مارلسکا خبرداری ورکړ چې د تاوتريخجنو پېښو عاملينو ته تر شپږ کاله بند متوجه دی. د هغه د څرګندونو له مخې دغسې پېښې د پوليسو د اصلي مقر په شاوخوا کې ډېرې ليدل شوې دي او په همغه ځای متمرکزې ښکاري. د تاوتريخجنو لاريون کوونکو شمېر څه باندې ۴۰۰۰ تنه اټکل شوی دی. ګرانده مارلسکا ويلي دي چې د هغوی په منځ کې تقريبا ۴۰۰ کسان دي چې په منظم ډول تاوتريخوالو ته لمن وهي. په پلازمېنه مادريد کې د کورنيو چارو وزارت پورې اړوند د »ګارديا سيويل« پوليس هم د بارسلونا ښار څنډو ته لېږل شوي دي.
د پوليسو په خبره د احتجاجونو په دغه اوونۍ کې ټول ټال ۵۲۵ زره انسانان سره راټول شوي ول چې ۴۰۰ ورڅخه ګډوډيو ته لمن وهله. د »پاسيج دې ګراسيه« په نوم په لويه جاده کې اصلي لاريون پرته له کومو لويو ستونزو تر سره شو. دغه لاريون ته د هر عمر خلک د ماشومانو په ګډون ورغلي ول چې د »سياسي بنديانو« خوشې کېدل يې غوښتل او د کاتالانيا ترانه يې ويله. هغوی د کاتالونيا بيرغ له ځان سره ګرځاوه او د »آزادي د سياسي بنديانو له پاره« شعارونه يې ورکول. 

Spanien: Proteste in Barcelona
د سوله يز لاريون يوه څنډهانځور: Getty Images/J. Mitchell

تقريبا ۳۰ زرو کسانو د »آزادۍ په مارشونو« کې برخه اخيستې وه چې د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په بېلو برخو کې پيل شوي ول څو په بارسلونا کې ټول سره يو ځای شي. يوه عمومي اعتصاب په ۱،۶ ميليونه اوسېدونکي لرونکي بارسلونا ښار کې عادي ژوند فلج کړی وو، آن د سيلانيانو په وړاندې.

احتجاجونه د بېلتون غوښتونکو د محکومېدو له کبله جوړ شول

احتجاجونه د دوشنبې په ورځ د کاتالونيا د نهو بېلتون غوښتونکو مشرانو د محکومېدو له کبله راټوکېدلي ول چې نهه تر ۱۳ کاله بند ورته اورول شوی دی. په تېرو څو ورځو کې په سيمه يز مرکزي ښار بارسلونا کې د لسيزو راهيسې تر ټولو تاوتريخجن احتجاجونه وليدل شول. 

Spanien: Proteste in Barcelona
پر پوليسو هم بريدونه وشولانځور: Getty Images/J. Mitchell

ښاروالۍ په دغو پېښو کې اوښتی زيان ۱،۵ ميليارډه يورو اټکل کړی دی. يوازې ۷۰۰ کثافت دانيو ته پکې اور ورته شوی دی. د کورنيو چارو وزير، ګرانده مارلسکا، وويل چې د احتجاجونو د پيليدو راهيسې په کاتالونيا کې ټول ټال ۱۲۸ مظاهره چيان نيول شوي دي. ۴۰۰ تنه په دغو پښېو کې د چارواکو په حواله ژوبل شوي دي چې نيمه برخه يې پوليس دي. 
د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې د کاتالونيا د اوسېدونکو اکثريت د خپلواکۍ په يوه منع شوي رفرنډم يا ولس پوښتنه کې له هسپانيې څخه د بېلتانه پلويتوب کړی وو.       
  
ust/ml (rtr, dpa, ap)/ن ص/ ا و ا