1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په ایران کې نشه یې توکو ته علاقه پنځه سلنه نوره هم لوړه شوې

۱۳۹۸ مرداد ۲۶, شنبه

د ایران له نشه یې توکو سره د مبارزې د سازمان عمومي مشر په دې هیواد کې مخدره توکو ته د خلکو د پنځه سلنه علاقې د ډیروالي خبر ورکړی. هغه ویلي چې هر کال د نشه يې توکو د کارونې له کبله شاوخوا ۳۰۰۰ کسان مړه کیږي.

https://p.dw.com/p/3O3Tk
Versiegle
انځور: Tasnim/N. Najafzadeh

د ایران له نشيي توکو سره د مبارزې عمومي مشر سردار اسکندر مومني، وايي چې په دې هیواد کې شاوخوا ۷۰ سلنه زندانیان د نشيي توکو اړوند قضیو له کبله نیول شوي دي او باید د دې ستونزې د حل په برخه کې کار وشي.

نوموړي د ایران په تبریز ښار کې د معتادینو د درملنې له یوه مرکز څخه د لیدنې پر مهال همدا راز وویل چې په ایران کې ۵۵ سلنه د طلاق پیښې او د غلا زیاتره پیښې پر نشيي توکو له اعتیاد سره اړیکه لري.

مومني له نشيي توکو سره د موثرې مبارزې په برخه کې د ایران له خکو او اړوندو سازمانونو څخه د مرستې پر غوښتنې سربیره زیاته کړه چې په دې برخه کې به له هر راز طرحو هرکلی او ملاتړ وشي. هغه د مرستې د غوښتنې د دلیل په هکله وویل: «ځکه چې دولت په یوازې سر نه شي کولی دغه کار وکړي او سربیره پر دې [د معتادینو] د درملنې خدمات هم په خپله غاړه واخلي.»

تریاک، شیره او له دې څخه ترلاسه کیدونکي نشيي مواد، په ایران کې تر ټولو ډیر مصرف کیدونکي مخدره مواد دي. د اعتیاد د تقاضا د کمښت د ډلې مشر سعید صفاتیا، په خبره تریاک په مجموع کې د ایرانیانو د اعتیاد ۵۳ سلنه تشکیلوي. د ایران د رسمي شمیرو له مخې، په نشيي توکو روږدي ۶۷ سلنه یې تریاک او شیره، ۱۲ سلنه یې علف [یو ډول نشيي توکي] چرس او یا ګل، ۱۱ سلنه یې هیروین او کراک او ۸ سلنه یې بیا د شیشې په نامه نشيي مواد استعمالوي. په ورته وخت کې د ایران د مخدره موادو د مبارزې د سازمان ویاند بیا وايي چې په ایران کې شاوخوا څلور میلیونه کسان په دوامداره توګه نشيي توکي استفاده کوي.

د ایراني چارواکو په خبره، له ۲۲ سلنه ډیر ایراني کارګر نشه يي مواد استفاده کوي او زیاتوي چې د ایران په زیاتره هغو سیمو کې اعتیاد ډیر دی چې ډیرې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې لري. سربیره پر دې د حکومتي شمیرو له مخې په کلني ډول شاوخوا ۷۵۰۰ معتاد ماشومان په ایران کې نړۍ ته سترګې پرانیزي.

په ایران کې بې وزلي، ټولنیزې ستونزې او د خوشالیو نه شتون او همدا راز په آسانه توګه د نشيي توکو پیر پلور پر مخدره توکو د ایرانیانو د روږدې کیدو اصلي لاملونو په توګه یاد شوي دي.