1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې د سلګونو بندي اهوازي عربانو په هکله اندیښنه

۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان په ایران کې د سلګونو بندي اهوازي عربانو د برخلیک په هکله اندیښنه څرګنده کړې چې ویل کیږي ۲۲ تنه یي په پټه اعدام شوي دي. دې سازمان ژر تر ژره د دغو بندیانو د وضعیت د روښانه کیدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/38Dzi
Iran Öffentliche Hinrichtung
انځور: MIZAN

د بخښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۱۳مه) په خپله اعلامیه کې د سلګونو اهوازي عربانو د برخلیک او د ساتلو د ځای د روښانه کیدو غوښتنه کړې ده چې کورنیو او مدافع وکیلانو ته د لاس رسي پرته په زندان کې دي. دغه بیانیه په داسې یوه وخت کې خپریږي چې په تیرو ورځو کې په ایران کې په پټه د دغو لږکیو د یو شمیر غړو د اعدامولو رپوټونه ورکول کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې په تیرو څو ورځو کې د اهواز عربانو مدني فعالانو چې په بهر کې ژوند کوي دوی ته خبر ورکړی دی چې د یوه ټولنیز فعال محمد مومني تیماس، په ګډون ۲۲ تنه سړي په پټه اعدام شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په دغه بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې د سپتمبر میاشتې له ۲۴مې نیتې راهیسې په اهواز کې پر یوه پوځي پریټ باندې د وسله وال برید په غبرګون کې د ایران د استخباراتي بنسټونو له لور تر اوسه ۶۰۰ اهوازي عربان نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال  د افریقا د شمال او منځني ختیځ له پاره د تحقیقاتی څانګې مشر فیليپ لوتر ویلي دي: «که چیرې دغه رپوټونه تائید شي، نو د دغو کسانو په پټه اعدام د نړیوالو قوانینو له مخې جنایت کې شمیرل کیږي.»

د فیلیپ لوتر، په وینا د دې په تصور کولو سره چې دغه کسان دې تر نیول کیدو څو اوونۍ وروسته په عادلانه توګه محاکمه شوي وي «له فکره لیرې بریښي، دا خو لا پریږده چې هغوی دې د اعدام د سزا پر ضد د اقامه دعوا چانس لرلی وي».

د بخښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې د احمد حیدري په نوم د یوه ۳۰ کلن ځوان یادونه کړې ده چې په اهواز کې تر برید څو ورځې وروسته ونیول شو. د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا د دغه ځوان عرب چې په یوه پلورنځي کې يې کار کاوه تر نیول کیدو راهیسې یي تر اوسه کورنۍ د وضعیت په هکله هیڅ خبر نه لري.

د نومبر میاشتې پر یوولسمه نیټه د اهواز د اسختباراتو د ادارې له لوري په یوه تلیفوني تماس کې د حیدري له کورنۍ غوښتل کیږي چې دغه ته مراجعه وکړي. د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا دفتر ته تر ورتلو وروسته د حیدري کورنۍ ته د هغه د مړیني سند ورکول کیږي چې په کې لیکل شوي احمد حیدري درې ورځې تر مخه اعدام شوی دی. امنیتي مقاماتو د نوموړي کورنۍ ته د هغه د جسد له ورکولو ډډه کړې او هغوی ته یي ویلي دي چې د ویر او یادون د مراسمو د ترسره کولو اجازه نه لري.

د خوزستان والي غلام رضا شریعتي، د نومبر میاشتې په ۱۲مه نیټه له «ایرنا پلاس» سره په خبرو کې د اهواز د پيښې په تړاو د نیول شوو کسانو له ډلې د ۲۲ تنو د اعدامیدو رپوټ رد کړی وو. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د دغو کسانو د اعدام په هکله رپوټونو دا اندیښنه رامنځ ته کړې چې د اهواز تر برید وروسته په سلګونو نیول شوي کسان ښایي د مرګ یا نورو سختو مجازاتو سره مخامخ شي. نوموړي سازمان له ایراني چارواکو غوښتي دي چې هر څه ژر د دغو کسانو د ساتل کیدو د ځایونو او د هغوی په هکله تر اوسه د تر سره شوو محاکمو په هکله معلومات خپاره کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداشان ټینګار کړی دی چې د نیول شوو کسانو کورنۍ او د هغوی مدافع وکیلان باید د ملاقات اجازه ولري څو دا ډاډ حاصل شي چې دغه کسان له شکنجې یا بد چلن سره نه دي مخامخ.

د اهواز د بشري حقونو سازمان د تیرې یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او ویي ویل چې ۲۲ تنه اهوازي عربان چې په اهواز کې پر نظامي پریټ باندې د برید په تړاو نیول شوي وو د پنجشنبې په ورځ په ډله ایزه توګه پرته له دې چې کورنیو ته یي خبر ورکړل شي د اهواز په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۲مه نیټه په اهواز کې پر یوه پوځي پریټ یا رسم ګذشت باندې یوې څلور کسیزي ډلې پر خلکو ډزې وکړي په دغه ډله کې د څو ملکیانو په شمول ۲۴ تنه ووژل شول او شا او خوا ۶۰ تنه نور ټپیان شول. تر دغې حملې وروسته تندلارې ډلې داعش د حملې د ویډیو په نشرولو سره د پيښې مسوولیت ومانه. تر هغې وروسته په اهواز کې د خلکو د نیولو لړۍ پیل شوه او د اهواز د فعالانو په وینا شا او خوا ۸۰۰ نارینه او ښځې چې په کې سیاسي، کلتوري فعالان او عادي وګړي شامل ول، ونیول شول.