1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کي د نجونو د ودونو قانوني سن ۱۳ کاله وټاکل سو

۱۳۹۷ مرداد ۲۸, یکشنبه

د ایران د پارلمان د تحقیقاتي مرکز په حواله د ۱۰ کلنو څخه تر ۱۴ کلنو نجونو ودونه معمولأ په کلیوالي، قبیلوي او یا د ښارونو په اطرافي سیمو کي صورت نیسي. اوس په ایران کي د نجونو د ودونو قانوني سن ۱۳ کاله وټاکل سو.

https://p.dw.com/p/33O0E
Kinderehe Italien Protest Aktion
انځور: Getty Images/AFP/G.Bouys

د ایران په پارلمان کي د ښځو د فراکسیون د فشار په نتیجه کي د پارلمان د تحقیقاتي مرکز د کلتوري مطالعاتو څانگي په کښته سن کي د ایرانۍ نجونو د ودونو د وضعیت په باب یو رپوټ خپور کړ. په رپوټ کي د نجونو او هلکانو د سنونو د تفاوت او همدارنگه د ایران په مختلفو نقطو کي د ودونو د کثرت په باب معلومات ارائه سوي دي.

د دغه رپوټ د جوړولو انگیزه په ۱۳۹۴ هجري شمسي کال کي د ودونو په موضوع کي د ایرانیانو د تشویشونو او اجتماعي ارزښتونو په هکله یوه نظرپوښتنه وه.

د پارلمان د تحقیقاتي مرکز په حواله په دې وروستیو کلونو کي ترټولو ډیر ودونه د ۲۰ څخه تر ۲۴ کلنۍ پوري ترسره سوي دي او د ۱۵ څخه تر ۱۹ کلنۍ پوري بیا په دوهمه درجه کي قرار لري.

د همدغو تحقیقاتو پراساس د ۱۳۹۱څخه تر ۱۳۹۵ کال پوري بیا هغه نجوني چي سنونه یې د ۱۰ څخه تر ۱۴ کلونه پوري وه او ودونه یې کړي دي، د ۹،۴ او ۶،۵ فیصده په منځ کي وه. البته دا یوازي رسمي ارقام دي او هغه ودونه چي درج سوي نه دي، په مراتبو تر دې ډیر دي. د رپوټ په حواله دغه ډول ودونه معمولأ د مهاجرینو او غیر ایرانیانو په منځ کي ډیر لیدل کيږي.

رپوټ اضافه کوي، چي که څه هم د۱۰ څخه تر ۱۴کلنۍ پوري ودونه په ټولو ولایتونو کي لیدل کیږي، خو زیادتره په کلیوالي، قبیلوي او یا د ښارونو په اطرافي سیمو کي او دا یوه کلتوري او فرهنگي موضوع ده.

Iran Kinderehe
انځور: alephba90

رپوټ د ثبت احوال نفوس د ارقامو په حواله وايي، چي د نجونو او هلکانو د سنونو تر منځ حداکثر ۱۰ کاله تفاوت موجود دی، خو داسي پیښی هم موجودي دي، چي د ۱۰ څخه تر ۱۴کلنو پوري نجوني ۷۰ کلنو نارینه وو ته هم په نکاح سوي وي. رپوټ دا هم وايي، چي که د ازدوج قانوني سن په زوره او جبري ډول سره تطبیق سي، بیا نو امکان لري، ډیر ودونه ثبت نه سي.

د تحقیقاتي مرکز د همدغه رپوټ تر وړاندي کولو وروسته د ایران پارلمان د نجونو د بلوغ سن د ۹ څخه ۱۳ کلنۍ ته لوړ کړ. پدې ډول سره نو تر دغه سن کښته ودونه نور غیرقانوني سول. داهم په داسي حال کي ده، چي د پارلمان د ښځو فراکسیون غوښتنه کوي، چي د نجونو د ودونو قانوني سن باید ۱۶  او د هلکانو دا ۱۸ کاله وټاکل سي.

د ایران د ښځو په هکله زموږ د آرشیف څخه یوالبوم:( 14.10.2016 )