په ایران او اماراتو کي د ماس په مخکي سخت رسالت
۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبهد بحراني سیمو څخه د جرمني دخارجه وزير هایکو ماس د دغه څلور ورځني سفر په جریان کي هغه لومړی په اردن کي د مستقرو آلماني قطعاتو څخه لیدنه وکړه. دئ پرون جمعه ماښام د الازرق د هوايي قواوو په قرارگاه کي راکښته سو، د کومه ځایه څخه چي آلمانی پوځ په اکتشافي الوتکو( تورنادو) او یوې تیل ورکونکې طیارې باندي د داعش پر ضد جنگ کي برخه اخلي.
دا چي د آلماني پوځ ماموریت به د پلان مطابق په اکتوبر میاشت کي پای ته رسیږي، د څه وخت راهیسي بیرته نامعلومه ده. ځکه چي د امريکا متحده ايالاتو د جرمني له حکومت څخه غوښتي دي، چي د سوریې په شمال کي د کوردانو د ساتلو په خاطر د یوې حایل سیمي د رامنځته کیدو په لار کي ورسره کومک وکړي. خو د دغه ماموریت تمدیدیدل د جرمني د پارلمان وظیفه ده او هلته به تصمیم نیول کیږي.
اټومي تړون لومړیتوب لري
ماس به د خپل سفر په جریان کي د اردن پایتخت عمان او عربي متحده اماراتو ته هم ورسي. په اماراتو کي به هغه د نورو ترڅنگ په یمن کي د جنگ د دوام په باب خبري وکړي. امارات د سعودي عربستان سره په یوه نظامي اتحاد کي شامل دی او د ایران له خوا حمایه کیدونکي حوثي شعیه یاغیانو پرضد او د یمن د حکومت پر طرفدارۍ جنگیږي. د جرمني حکومت په همدې دلیل اماراتو ته د تسلیحاتو په صادراتو کي محدودیت رامنځته کړی دی.
د ماس د سفر تر ټولو مهم اقامتځای دراتلونکي دوشنبه په ورځ ایران دی. دی غواړي هلته د شخړه ایز اټومي تړون د دوام کوښښ وکړي. په تهران کي خارجه وزات ټینگار کړی دی، چي حکومت یوازي د اټومي تړون په باب مذاکراتو ته تیار دی. د دغه وزارت ویاند عباس موسوي ویلي دي، چي «د تړون څخه دباندي نور مسایل غیر مهم دي او پر هغو باندي خبري کول د اټومي تړون سره کومک نه کوي.»
غربیان طبعأ غواړی د ایران د راکټي پروگرام او یا د یمن او سوریې په شخړو کي د تهران د شراکت مخنیوی وکړي.
د تهران غوښتني
امريکا متحده ايالات یوکال دمخه د ایران سره په زحمت معامله سوي اټومي تړون څخه ووتل، ځکه چي هغه د دوی له پاره کافي نه ؤ. امریکایانو اوس تهران بیا د سختو اقتصادي تعزیراتو له لاري تر فشار لاندي ونيوه. یوه میاشت مخکي ایران هم اټومي تړون تر سوال لاندي راوستی وو او د تړون نورو امضأ کونکو ته یې د جولای میاشتي تر اومي پوري وخت ورکړ. د دغه مهلت مطابق باید چین، روسیه، جرمني، فرانسه او بریتانیا ایران ته وعده ورکول سوي اقتصادي امتیازات تضمین او د امریکا تعزیرات خنثی کړي. خو دا کار تر اوسه پوري نه دی سوی. برعکس د مثال په ډول د جرمني او ایران تجارتي معاملات نور هم ډیر راکم سوي دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 15.07.2015)