1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کې د اعتراضونو لمن پراخه شوې ده

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

وروسته له هغې چې د ايران حکومت د تمې خلاف تيل سهميه بندي کړل او ورسره جوخت د تيلو بېې هم ډيرې لوړې شوې په دغه هيواد کې د اعتراضونو لمن هم پراخه شوې ده. حکومت هغو اعتراض کونکو ته چې عامه شتمنيو ته زيان رسوي، ګواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3TBaW
Iran l Proteste gegen höhere Benzinpreise
انځور: picture-alliance/AA/Stringer

د ايران په پلازمينه تهران او لږ تر لږه په څلورو نورو ښارونو کې د اعتراض کونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتي رامنځ ته شوي دي. په ايران کې اعتراضونه د حکومت له خوا د تيلو د بيې د لوړيدو په غبرګون کې پيل شوي دي. د يکشنبې په شپه هم اعتراضونه ادامه درلوده. په ټولنيزو رسنيو کې داسې رپوټونه ورکړل شوي چې اعتراض کونکو د حکومت ضد شعارونه ورکړي دي. د ايران دولتي تلويزيون رپوټ ورکړی چې پوليس په واټونو کې د «اخلال کونکو» د ګډوډولو په موخه، اوښکې بهونکي ګاز کارولي دي.

د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني د دولتي تلويزيون له لارې اعتراض کونکو ته خبرداری ورکړی چې امنيتي ځواکونو تر دې مهاله له د هغوی پر وړاندې له ګذشت څخه کار اخيستلی دی. هغه ټينګار کړی چې د عامه نظم برقرارول تر هر څه مهم دی او که چيرته اعترض کونکي «عامه شتمنيو ته زيان واړوي» په هغه صورت کې به امنيتي ځواکونو اړ شي چې د هغو پر وړاندې پر عملي اقدامات لاس پورې کړي.

Iran | Proteste gegen Benzinpreiserhöhung
د اعتراض کونکو له خوا د يوه واټ بندولانځور: picture-alliance/AA

د ايران لوی څارنوال د تلويزيون له لارې وويل، هغه مظاهره کونکي چې سړکونه يې بند کړي او له امنيتي ځواکونو سره ښکيل شوي، «په مطمئنه توګه چې منشاء يې هغوی له بهر څخه ده.»

په ټولنيزو رسنيو کې ويل شوي چې انترنيټ ته لاسرسي ډير محدود او سرعت يې هم ډیر ښکته دی. زياته شوې چې کيدای شي دغه اقدام د اړوندو ادارو وي چې غواړې دې سره اعتراض کونکو تر منځ د اړيکو مخنيوي وکړي.

ايران، د امريکا متحده ايالاتو له خوا د لګيدلو تحريمونو له امله له دوامداره اقتصادي بحران سره مخ دی. د ايران حکومت له همدې کبله د شنبې په شپه تيل سهميه بندي کړل او ورسره سم يې د سوند موادو د سبسايدي قيمت يې هم تر ۵۰ سلنې پورې، لوړ کړ. دغه اقدام د اکثرو ايرانيانو له پاره د منل وړ نه دی. هغوی په خپل هيواد کې ارزانه تيل، د خپلو يو اساسی حقونو څخه يو حق ګڼي.

خو حکومت بيا وايي چې د تيلو بيې پر لوړيدو سره په کال کې شاوخوا ۲،۵۵ ميليارډه ډالر د دولت خزانې ته اضافي کيږي چې حکومت به ورباندې د شاوخوا ۶۰ ميليونه هغو ايرانيانوملاتړ وکړي چې لږ عوايد لري.

dw/qu/ml (rtr, dpa)/si/hm/mks/aa